د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې پولیسو د دوشنبې په ورځ مازدیګر مهال افغانه خبریاله فرشته سدید له خپل کور څخه نیولې او د جبري بېرته ستنولو په موخه یې د حاجي کمپ په نوم یوه پنډغالي ته لېږدولې ده.
د نوموړې کورنۍ وایي، چې هغه به د ډېپورټ کېدو په صورت کې طالبان ونیسي.
فرشته سدید په کاپيسا ولایت کې د راډيو بهار خبریاله وه او دمګرۍ د اسلام اباد په بي-۱۷ ښارګوټي کې اوسېده، خو د اوسېدو لپاره یې قانوني اسناد نهلرل.
د نوموړې د کورنۍ یوه غړي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په خبرو کې وویل، چې فرشتې سدید د ویزې په برخه کې یو کال جریمه شوې وه، خو د فرانسې سفارت اسناد یې لرل چې د نیول کېدو په وخت کې یې پولیسو ته ښکاره کړي وو.
نوموړي وویل: «فرشتې اسناد نهلرل. څو ورځې پولیس راغلل، خو دوی ورته دروازه خلاصه نکړه خو نن مازدیګر پولیس له خپل کور څخه نیولې ده چې له خپلو خویندو سره اوسېده. پولیسو ته یې پاسپورټ او د فرانسې سفارت لهخوا ورکړل شوی سند هم ښودلی و او د جمعې په ورځ یې د فرانسې ویزه هم راغلې، اوس د پولیسو په کمپ کې ده، ار اس اېف او نور خبریالان په دې هڅه کې دي، چې نوموړې خوشې کړي، خو تر اوسه خوشې شوې نه ده».
د یادې خبریالې د کورنۍ دغه غړي وویل، که نوموړې جبري بېرته افغانستان ته ولېږل شي، نو د طالبانو له لورې به ونیول شي.
دی زیاتوي: «فرشته سدید له طالبانو راتښتېدلې او پاکستان ته راغلې ده، که ډېپورټ شي او تورخم ته ورسېږي، نو موږ مطمین یو چې په تورخم کې به ونیول شي او زنداني به شي. موږ د بشري حقونو له سازمانونو هیله کوو چې د فرشتې په خلاصېدو کې همکاري وکړي.»
د فرشتې کورنۍ د ملګرو ملتونو، د بشر حقونو او د خبریالانو اړوندو سازمانونو څخه غوښتنه کوي، چې د هغې په خلاصون کې همکاري وکړي او نوموړې له جبري بېرته ستنولو وژغوري.
په پاکستان کې له تېرو درېیو میاشتو راپدېخوا د پولیسو له لورې کور په کور د افغان کډوالو تالاشۍ روانې دي، زیات شمېر افغانان نیول شوي او جبري بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي او زیات شمېر لا هم د دوی لهخوا د افغان کډوالو لپاره په ځانګړو کمپونو کې ساتل کېږي چې جبري بېرته ستانه کړل شي.
معلومات ښيي، چې تر اوسه د پاکستان حکومت لږ تر لږه شپږ لکه افغان کډوال په جبري توګه بېرته افغانستان ته ستانه کړي او لا هم دا لړۍ روانه ده.