د ملګرو ملتونو د ښاري پرمختګ اداره وایي، کابل چې د هېواد د ښاري نفوسو له ډلې تر ۴۰ سلنې زیات خلک پکې مېشت دي له هرو پنځو کسانو څخه څلور یې په نامعیاري او بې نقشې کورونو کې اوسېږي.
دغه سازمان ویلي، چې په پلازمېنه کې کورونه په نارسمي توګه پرته له نقشې جوړ شوي او بسنتیزو خدمتونو ته پکې لاسرسی هم نشته.
د ملګرو ملتونو دغه اداره وایي، دغه نامعیاري کورونه د اقلیم د بدلونونو پر وړاندې زیان منونکي دي؛ ځکه چې د رسمي پلان او ښاري قوانینو له مخې نهدي جوړې شوي. په دغو زیان منونکو کورونو او سیمو کې ډېری هغه خلک اوسېږي، چې اقتصادي حالت یې خورا کړکېچن دی.
د دغه سازمان راپور کاږي؛ په دغه کورونو کې د پاکو اوبو سېسټم، برېښنا، د ککړو اوبو د بهېدو ځایونو او د ټرانسپورټ مناسبې لارې هم نشته. برسېره پر دې، د دغو سیمو د ځمکو قانوني مالکیت هم روښانه نه دی او ډېری خلک یې پرته له قانوني اسنادو هلته مېشت دي.
افغانستان د اقلیمي ناورینونو په لومړۍ کرښه کې دی.
په تېرو درېیو کلونو کې پرلپسې زلزلو، ویجاړونکو سېلابونو او سختو وچکالیو د خلکو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، افغانستان له نړۍوالو تعاملاتو او مهمو ناستو څخه اېستل شوی چې دغه چاره د چاپېریالي ستونزو د زیاتېدو لامل شوې او د مېلیونونو خلکو ژوند یې له ګواښ سره مخامخ کړی دی.
په افغانستان کې د ټولو ښارونو په منځ کې کابل له اقلیمي بدلونونو او د هوا له ککړتیا څخه ډېر اغېزمن شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت لا د ۱۳۹۹ کال په ژمي کې خبرداری ورکړی و، چې د کابل د ککړې هوا له امله هر کال نږدې پنځه زره کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
له بلې خوا د سره صلیب نړۍوالې کمېټې هم د اوبو نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې شاوخوا ۳۳ مېلیونه افغانان د پاکو اوبو له نشتوالي کړیږي.
په هېواد او په ځانګړې ډول کابل کې د ځمکې لاندې د اوبو کمېدل د افغانستان د چاپېریال لپاره یو بل کړکېچن حالت بلل کېږي.