د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په لندن کې له رسنیو سره د خبرو پرمهال ویلي چې افغانستان ته یې «مخلصانه مشوره» داده، چې هغوی دې ژر تر ژره جنګیالۍ ډلې کنټرول کړي او خپله خاوره دې د استفادې لپاره په واک کې نه ورکوي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په لندن کې د مسلم لیګ (ن) مشر نواز شریف سره تر لیدو وروسته له خبریالانو سره د خبرو پرمهال په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان او نورو وسله والو ډلو فعالیتونو ته په اشاره ویلي، چې طالبان دې وسله والې ډلې کنټرول کړي.
نوموړی وايي:« افغانستان ته مې مخلصانه مشوره داده، چې هغوی دې ژر تر ژره ترهګرې ډلې کنټرول کړي او خپله خاوره دې د استفادې لپاره په واک کې نه ورکوي».
د پاکستان لومړی وزیر وايي، تحریک طالبان، داعش خراسان او نورې ترهګرې ډلې له افغانستان څخه په پاکستان کې بریدونه تنظیموي.
نوموړی وايي، «د افغانستان له خاورې په پاکستان کې تنظیم شویو ترهګریزو بریدونو پرمهال قرباني شويو نظامي او ملکي وګړو قربانۍ به ضایع نه شي».
شهباز شریف د دوحې تړون ته په اشاره زیاته کړه:«افغانستان زموږ ګاونډی او ورور هېواد دی او موږ باید د ګاونډيانو په ډول و اوسو. دا په موږ په پورې اړه چې موږ څنګه یو بل سره د ښه ګاونډي په توګه و اوسو. خدای مه کړه داسې نه چې زموږ په منځونو کې اخلافات را پیدا شي. افغان سرپرست حکومت ته موږ څو ځله دا پیغام ورکړی، چې وګورئ له تاسې سره دوه تړونونه شوي، د هغو تړونونو مطابق د افغانستان له خاورې په هیڅ صورت ترهګرو ته د افغانستان له خاورې د استفادې اجازه نشته.»
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د اسلام اباد د توقع خلاف واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته په بلوچستان او پښتونخوا ایالتونو کې د پخوا په پرتله ناامنۍ ډیرې شوې او پاکستان ادعا کوي، چې په یادو ایالتونو کې بریدونه په افغانستان کې تنظیمیږي، خو طالبانو تل دا ډول ادعاوې رد کړې دي.