پاکستان او امریکایي پلاوي د سیمه ییز امنیت د ښه کېدو په موخه ژمنې کړي

۱۰ ساعتونه مخکې

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي او د پوځ مشر جنرال عاصم منیر د یکشنبې په ورځ په جلا-جلا توګه د متحده ایالاتو د کانګرس له پلاوي سره وکتل، چې د سیمه ییز امنیت، دفاعي همکارۍ او له ترهګرۍ سره یې د مبارزې ژمنې تازه کړې.

پاکستان او امریکا نازکې او پېچلې اړیکې لري، چې د ګډو امنیتي اندېښنو او بېلابېلو ستراتیژیکو لومړیتوبونو له مخې رامنځته شوي دي.

دغه لیدنې د یکشنبې په ورځ په داسې حال کې شوي، چې د پاکستان حکومت پرېکړه کړې څو د سوداګرۍ د پراختیا لپاره یو لوړپوړی پلاوی امریکا ته واستوي او پر پاکستان د متحده ایالاتو له خوا د ۲۹سلنې تعرفې په اړه خبرې وکړي.

امریکایي پلاوی چې پاکستان ته په سفر تللی، د شنبې په ورځ د پاکستان د پلان له وزیر احسن اقبال سره لیدلي وو.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر ویلي، جنرال منیر په راولپنډۍ کې د امریکا د کانګرس د غړو جیک برګمین، ټام سوزي او جوناتن جیکسن او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرستې ناتالي بیکر سره کتلي او د سیمه ییز امنیت او په دفاعي برخه کې یې د همکارۍ په اړه خبرې کړي.

د دغه دفتر په خبرپاڼه کې راغلي: "د غونډې په ترڅ کې د دوه اړخیزو ګټو پر یو لړ موضوعاتو بحثونه وشول، په ځانګړې توګه د سیمه ییز امنیت او دفاعي همکاریو په اړه ټینګار وشو."

دواړو لورو د متقابل درناوي، ګډو ارزښتونو او د ستراتیژیکو ګټو د تبادلې پر بنسټ د دوامداره ښکېلتیا پر اهمیت ټینګار کړی.

خبر باڼه زیاتوي، "د پاکستان حاکمیت ته د درناوي په ترڅ کې، د امریکا د کانګرس پلاوي د پراخ بنسټه دوه اړخیزو همکاریو په ځانګړې توګه د امنیت، سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي پرمختګ په برخو کې د پرمختګ لپاره قوي ژمنه وکړه."

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د نقوي له قوله ویلي: "ترهګري یوه نړۍواله ننګونه ده. نۍواله ټولنه په سمدستي توګه له پاکستان سره بشپړې همکارۍ ته اړتیا لري."

نقوي ټینګار وکړ، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د استخباراتو او ټېکنالوژۍ شریکول خورا مهم دي.

نقوي د امریکا د کانګرس د غړو سفر د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د پاکستان د بې ساري رول په روښانه کولو کې مهم وباله.

د کانګرس غړي برګمین د پخواني لومړي وزیر عمران خان په ملاتړ وغږېد او د هغه د خوشې کېدو غوښتنه یې وکړه.

نور خبرونه

رادیو