سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې د مخکني جمهوري نظام د ولسي جرګې غړې فوزیې کوفي تېره اوونۍ د افغان ښځینه فعالانو د لس کسیز پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته سفر کړی او هلته یې د دغه هېواد له چارواکو سره ناستې ولاړې کړې دي.
سرچنیو ویلي، چې فوزیه کوفي د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق، د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې حنا رباني کهر، د پاکستان پارلمان د بهرنیو اړیکو کمېټې رییس او د یو شمېر سفارتونو له استازو سره لیدنې کتنې کړې دي.
د ولسي جرګې دغې پخوانۍ غړې په دغو ناستو کې د هغو خبریالانو، بشري حقونو فعالانو، ښځینه فعالانو، د پخواني پوځ نظامیانو او مدني فعالانو چې د طالبانو له ویرې دغه هېواد ته کډه شوي پر وضعیت خبرې کړي دي.
په دغو کتنو کې له پاکستانه غوښتل شوي، چې دغه افغانانو د ډېموکراټیکو ارزښتونو لپاره مبارزه کړې او اوس یې ژوند له ګواښونو سره مخ دی، چې باید خوندیتوب ته یې جدي پاملرنه وشي.
فوزیه کوفي او ورسره مل پلاوي له پاکستان غوښتي، چې په دغه هېواد کې د مېشتو افغانانو لپاره دې د ویزو بهیر د تمدید په برخه کې هم اسانتیاوې رامنځته کړي.
د معلوماتو له مخې پاکستان د تازه ورغلو افغانانو د ویزې د نوي کولو حالت له شپږ میاشتو څخه یوې میاشتې ته راټیت کړی او له دې کبله یاد هېواد ته تللي تازه دمي افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
پاکستان ته یاد سفر پر مهال د ښځو شوراګانو او یو شمېر ټولنو ګډ لیک هم خپور کړی دی او ویلي یې دي، چې له دغه سفر څخه یې هېڅ ډول سیاسي موخه نه درلوده.
په لیک کې کې ټینګار شوی، چې دغه سفر یوازې د افغانانو د بشري حقونو د خوندیتوب په موخه ترسره شوی دی.
د ښځو دغه پلاوي د ملګرو ملتونو له سازمان څخه هم غوښتي چې د بشري خوندیتوب له مخې دې په پاکستان کې د جمهوري نظام پخوانیو کارکوونکو او د ډېموکراټیکو ارزښتونو پالونکو قشرونو ته خونديتوب ورکړي.
په لیک کې زیاته شوې چې پاکستان اوس مهال د دغو افغانانو لپاره په لنډ مهاله توګه یو خوندي ځای دی.
د افغانستان انټرنشنل - پښتو په دې تړاو له فوزیه کوفي سره هم خبرې وکړې. او هغې وویل، چې د دغه سفر په تړاو ځانګړې خبرپاڼه خپروي او د ناستو ولاړو ځینې انځورونه به هم شریک کړي.
فوزیه کوفي داسې مهال اسلام اباد ته سفر کوي، چې پر هغې تور دی، چې ګنې طالبانو ته په نړۍوالو غونډو او ناستو ولاړو کې لابي کوي.
د پخواني جمهوري نظام تر پرځیدو وروسته فوزیه کوفي د ګوتو په شمار هغو افغان سیاستوالو کې راځي، چې پاکستان ته یې سفر کړی او د هغه هېواد له رسمي چارواکو سره د هېواد د وضعیت تر څنګ د افغان کډوالو په تړاو خبرې کړي دي.