د اسټرالیا پارلمان ته نوماندۍ پسې د زاهد ساپي د هزاره توکم ځورونې د ردېدو راپور راپورته شو

۱۴ ساعتونه مخکې

د اسټرالیا پارلمان ته نوماند زاهد ساپي پسې هغه ګډ راپور راپورته شوی چې په ۲۰۲۱ کال کې د دغه هېواد پارلمان ته پکې ویلي و، هزاره ګان افغانستان کې په توکمي لحاظ نه ځورول کیږي.

هغه ویلي و هزاره وسلوالو په ۱۹۹۰مو کې «د ښځو سینې پرې کړې او د ښځو د زیږون لیدلو په څیر کړنو کې ښکیل وو.»

ګارډین په خپل یوه راپور کې ویلي، د اسټرالیا پارلمان ته د لیبرال ګوند نوماند زاهد ساپي چې په ۲۰۲۱ کال کې د دغه هېواد پارلمان ته د یوه راپور په لیکلو کې همکاري کړې وه.

هغه دا هم ویلي و چې د افغانستان د جګړې قربانیان د توکم پر بنسټ نه دي ځورول شوي.

زاهد ساپي دا هم ویلي و چې د هزاره «جنګیالیو» په ۱۹۹۰مو کلونو کې په کورنۍ جګړه کې د ښځو ټټرونه پرې کړي او د امیندواره ښځو ژوندي زیږون په څیر کړنو کې ښکیل وو.

دغه راپور د اسټرالیا د حکومت له رسمي مخالفت سره مخ شوی او د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو له خوا یې هم غندنه شوې ده.

اوس چې نوموړی ټاکنو ته نومان دی، د بروس په فدرالي ټاکنیزه حوزه کې د میلبرون په سویل خیتځو څنډو کې میشت هزاره توکو افغانانو دغه راپور ته غبرګون ښودلی او د اسټرالیا پارلمان ته یې د زاهد ساپي په ضد شکایتونه کړي او وايي، چې دا تورونه د «توکمپالې تعصب» پر بنسټ دي او هڅه شوې، چې « د یوه اقلیت توکم ښې مستند شوي ځورونې» له منځه یوسي.

خو زاهد ساپي له ګارډین ورځپاڼې سره د یادو تورونو په اړه په مستقیم ډول څه نه دي ویلي، خو وايي:«زه د نړۍ د هر فرد د دیني ازادۍ او عقیدي کلک ملاتړی یم.»

نوموړي زیاته کړې:« زه خپله د جګړې له امله له هېواده وتښتېدم، نو پوهیږم چې د طالبانو تر واک لاندې ټول خلک ځوریدلي دي. زما د بشري حقونو مدافع اوسیدل له همدې تجربو سچینه اخلي.»

هغه راپور چې ساپي د افغان جګړې په اړه په ګډه لیکلی پکې ویل شوي، چې «د جګړې قربانیان د توکم پر بنسټ نه دي په نښه شوي.»

همدارنګه ساپي ویلي:« که څوک زما اسناد په بشپړه توګه او عادلانه ولولي نو ښکاره به شي، چې زه د افغانستان د هر وګړي د حقونو ملاتړی یم، نه یوازې د یو ځانګړي قوم.»

د متن یوه برخه ټینګار شوی، چې :« قربانیان د ایډیالوژۍ پر بنسټ په نښه شوي دي؛ دا په دې مانا ده چې هر هغه څوک چې د طالبانو او د دوی د ایډیالوژۍ مخالفت کوي دښمن ګڼل کیږي. له همدې امله، د افرادو په وړاندې د طالبانو دښمني د قومي توپیرونو څخه نه ده.»

بل خو د اسټرالیا د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزارت په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان په اړه په یوه راپور کې راغلي، چې هزاره ګان یو اقلیت قوم دي او هغوی له سختو ځورونو او تبعیض سره مخ دي او لامل یې هم د دوی قوم او مذهبي بیلوالی دی.

هغه راپور چې زاهد ساپی پکې ګډ لیکوال دی ویل شوي، چې نور افغان قومونه د اسټرالیا د حکومت او رسنیو له خوا له پامه غورځول شوي او ډیر تمرکز پر هزاره ګانو شوی دی.

په هغه پخوانې راپور کې لیکل شوي« د اسټرالیا حکومت باید دا حقیقت ومني، چې پښتنو د نورو توکمیزو ډلو په پرتله تر ټولو زیات تلفات ورکړي دي ځکه چې شل کلنه جګړه تر ډیره د پښتنو په سیمو کې روانه وه.»

د بشري حقونو د څار په اداره کې د افغانستان څیړونکې فرشته عباسي د یاد راپور په اړه سخته نیوکه کړي او وايي، چې د بشري حقونو د څار ادارې راپور ناسم ښودل شوی او د لیکوالانو له لوري داسې انګیرل شوي، چې د ۱۹۹۲ او ۹۵ کلونو ترمنځ تاوتریخوالی یوازې د هزاره ډلو له خوا شوی، په حقیقت داسې نه دي.

فرشته عباسي وايي:« یواځي پر هزاره قوم د تور اچولو هڅه ناسمه ده.دا ظلمونه د پښتنو او هزاره قومونو له خوا په مقابلوي تښتونو، جنسي تېري د یو بل په وړاندې پر ملکي وګړو شوي دي. زموږ موندنې دادي چې دا بریدونه په حقیقت کې د توکم پر بنسټ وو، په دې مانا چې قربانیان د دوی د توکم له امله په نښه شوي وو.»

د هزاره ټولنې د یو شمېر غړو له خوا په یوه جلا شکایت کې د اسټرالیان ستا ته د هغوی د نومونو د نه افشا کولو په شرط ویلي دي، چې د صافي په همکارۍ لیکل شوی راپور کې«توکمیز تعصبونه پراخوي.» دوی ویلي:«د تیري کورنۍ جګړې د څو کسانو کړنې یادې شوي او هڅه شوې چې د یو ټول قوم پر ضد منفي ذهنیت جوړ شي یا دا وښيي چې د پښتون پرته نور قومونه ظالمان دي.»

نور خبرونه

رادیو