د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ورات وايي، چې د پاکستان له بېلابېلو زندانونو یې ۲۶۳ افغان بندیان خوشې کړي دي.
دغه وزارت ویلي، چې یاد افغانان افغانستان ته بېرته راستانه کړل شوي دي.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: «۲۶۳ افغان مهاجرین چې په پاکستان کې بندیان وو؛ له بند څخه ازاد او د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د وري په ۲۱مه او ۲۲مه خپل هېواد ته راستانه شول.»
دغه افغانان چې د پاکستاني پولیسو له لورې نیول شوي وو له زندانونو څخه تر ازادېدو وروسته جبري بېرته ستانه کړل شوي دي.
د دغو افغانانو د بند موده پنځه ورځې ښودل شوې، چې په پاکستان کې نیول شوي وو او محکمې پرې له یوې ورځ نه تر پنځه ورځو بند حکم ورکړی وو.
د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې له تېرو درېیو میاشتو راپدېخوا پولیسو د افغانانو د نیولو په موخه کور په کور تالاشۍ کوي.
زیات شمېر افغانان نیول شوي او په جبري توګه بېرته هېواد ته ستانه کړل شوي دي.
د راپورونو له مخې، زیات شمېر کډوال لا هم د پاکستاني پولیسو له لورې په هغو کمپونو کې ساتل کېږي، چې د بېرته ستنولو پروګرامونو لپاره ځانګړي شوي دي.