د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې افغانستان په تېر یوه کال کې نړۍوالو بازارونو ته د څه باندې ۱۶۵ مېلیون ډالرو په ارزښت د انځرو صادرات کړي دي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د دغه وزارت د ویاند له قوله راپور ورکړی، چې د ۱۴۰۳ لمریز کال په ترڅ کې د انځر صادرات ۳۲ زره او ۸۱۴ ټُنه وو.
عبدالسلام جواد زیاته کړې، چې د افغانستان د انځرو ډېری صادرات هند، پاکستان، عربي متحده اماراتو، امریکا، عمان، قطر، انګلستان، کاناډا او هالنډ ته شوي دي.
له دې سره، د کابل د وچې مېوې د صادراتو اتحادیې ویاند خالد رحماني د سوداګرو د ستونزو پر حل ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې که د سوداګرو د ویزو ستونزه هواره شي د وچې مېوې په ځانګړې توګه د انځرو صادرات به تر دې هم زیات شي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس دغه راز د اړوندو چارواکو له قوله ویلي، چې د انځرو د بسته بندۍ په برخه کې هم باید ډېر کار وشي.
دوی له بهرنیانو غوښتي، چې په دې برخه کې له افغان سوداګرو او پانګوالو سره همکاري وکړي.
په راپور کې ویل شوي، چې نړۍوالو بازارونو ته د تېر کال په پرتله د انځرو صادرات د پام وړ زیات شوي دي.
له دې سره، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت څو ورځې وړاندې وویل، چې په ۱۴۰۳ کال کې یې د ۴۷۴ میلیون ډالرو په ارزښت ۱۵۹ ټنه، ځڼغوزي، بادام، پسته، چهارمغز او داسې نورې وچې میوې بهرنیو هېوادونو ته صادرې کړې دي.
د طالبانو په واک کې د احصایې او معلوماتو ادارې بیا ویلي و، چې د روان کال په سلواغې میاشت کې د افغانستان په وارداتو او صادراتو کې کموالی راغلی دی.
د یادې ادارې د راپور له مخې، د افغانستان واردات په سلواغې میاشت کې د ۲۱ مېلیونه ډالرو په کمښت یو زر او ۷۶.۱ مېلیون ډالرو ته راکښته شوي دي.
یادې ادارې دا هم ویلي، چې د افغانستان صادرات د ۱۸ مېلیونه ډالرو په کمښت ۱۴۴.۲ مېلیونو ته راټيټ شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د وچې میوې د صادراتو پر وړاندې اصلي ننګونې بانکي ستونزې، د ویزو په ترلاسه کولو کې ستونزې او د معیاري پروسس فابریکو نشتوالی بلل شوي دي.