ملګري ملتونه: د امریکا د مرستو کمېدل به مېلیونونه افغانان له قحطۍ سره مخ کړي

۹ ساعتونه مخکې

د خوړو نړۍوال پروګرام WFP ویلي، چې د متحده ایالاتو له خوا د بشري مرستو تازه کمښت په افغانستان کې د لوږې ګواښ زیات کړی.

دغې ادارې خبرداری ورکړی، چې له ۲۲.۹ مېلیونو اړمنو افغانانو نه دوی یوازې له نیمایي خلکو سره مرستې کولی شي.

په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام سرپرستې مشرې متینتا چیموکا له فرانس پرېس خبري اژانس سره په مرکه کې له مرستندویانو غوښتي، چې له افغانستان سره د مرستو لپاره ګام پورته کړي، چې د نړۍ له دویم لوی بشري ناورین سره مخ دی.

ملګري ملتونه وايي، د افغانستان د شاوخوا ۴۵ مېلیونه وګړو درېیمه برخه خوراکي مرستو ته اړتیا لري، چې ۳.۱ مېلیونه وګړي یې د قحطۍ په حالت کې دي.

چیموکا وویل: "کومې سرچینې چې موږ اوس لرو لږترلږه اته مېلیونه خلک به د کال په اوږدو کې مرستې ترلاسه کړي او دا یوازې هغه څه دي، چې موږ نورو مرستو ترلاسه کولو ته اړتیا لرو او له تمویلونکو څخه تمه کوو."

هغې زیاته کړه، چې موږ لا دمخه "د سرچینو پراخولو لپاره نیم توکي ورکوو ځکه موږ همدومره لرو."

چیموکا وویل، په راتلونکو میاشتو کې به WFP معمولا د دوه مېلیون خلکو سره مرسته وکړي "د قحطۍ مخه به ونیسي، خو دا لا لوی تعداد دی چې موږ واقعا اندېښمن یو".

د معلوماتو له مخې، د خوړو نړۍوال پروګرام سږ کال د تمویل له څلوېښت سلنې کمښت سره مخ دی.

د تمویل دغه کمښت وروسته له هغه رامنځته شو، چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنوري په میاشت کې د هغه د لوړې کولو څخه لږ وروسته د درېیو میاشتو لپاره د ټولو بهرنیو مرستو د ځنډولو فرمان لاسلیک کړ.

د دغه فرمان له مخې، د خوراکي توکو بېړنۍ مرستې استثنا وې خو په دې اونۍ کې WFP وویل، چې متحده ایالاتو اعلان کړی چې دوی د افغانستان په ګډون د ۱۴ هېوادونو لپاره د بېړنيو خوراکي توکو مرستې کموي، که چېرې پلي شي نو "د مېلیونونو خلکو لپاره د مرګ ګواښ" دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي په روانه اونۍ کې له نړۍوالو مرستندویانو وغوښتل، چې له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي او ویې ویل، چې سږ کال ۲۲.۹ مېلیونه افغانان مرستې ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې اندریکا راټواټ په یوه اعلامیه کې ویلي: «که موږ غواړو چې له افغانانو سره د بېوزلۍ او کړاو له ناورین څخه د خلاصون په برخه کې مرسته وکړو، موږ باید د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره وسایلو ته دوام ورکړو او په ورته وخت کې د اوږدمهاله انعطاف او ثبات لپاره زمینه برابره کړو.»

په اعلامیه کې خبرداری ورکړل شوی، چې په افغانستان کې د نړۍوالو مرستو نشتوالی کولای شي د کډوالو د زیاتوالي او پر سیمې د فشار لامل شي.

د خوړو د نړۍوال پروګرام د تمویل غوښتنه په داسې حال کې کېږي، چې د جرمني او انګلستان په ګډون نورو هېوادونو هم د بهرنیو مرستو لپاره ستر کمښت رامنځته کړی.

نور خبرونه

رادیو