مریم نواز: د افسوس ځای دی چې افغانې نجونې له زده کړو محرومې دي

۸ ساعتونه مخکې

د پنجاب سروزیرې مریم نواز له زده کړو څخه د افغان نجونو پر محرومېدو خواشیني څرګنده کړه.
مریم نواز په ترکیه کې د ۲۰۲۵ کال د انتالیا څلورم نړۍوال ډیپلوماسي فورم کې د خبرو په ترڅ کې د نجونو د زده کړو پر اړتیا ټینګار وکړ.

هغې په دې ناسته کې په لاهور کې د مصنوعي ځیرکتیا د لومړني پوهنتون د جوړېدو خبر هم ورکړ او ویې ویل، چې د دې پوهنتون پرانیستل به په پاکستان کې د زده‌کړو راتلونکی بدل کړي.
د پنجاب سروزیرې دغه راز په خپلې وینا کې بشري کړکېچونو په ځانګړي ډول په جګړه‌ځپلو سیمو کې د ماشومانو ستونزو ته د نړۍ د پاملرنې غوښتنه وکړه.
هغې د اندېښنې په څرګندولو سره وویل: «فلسطیني ماشومانو تر کنډوالو لاندې شوي، په افغانستان کې نجونې له زده کړو پاتې دي، په جمو او کشمیر کې ماشومان له تبعیض او تاوتریخوالي سره مخ دي، په سوډان کې باید ماشومان تر لرې ځایونو د خوړو د پیدا کولو لپاره پلی تګ وکړي.»
مریم نواز په داسې حال کې له زده کړو څخه د افغان نجونو د محرومېدو په اړه خواشیني څرګندوي، چې له نږدې څلورو کلونو راهیسې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پروړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې بندې کړې دي.
له دې سره، د روانې میاشتې په پیل د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو نړۍوال صندوق اندېښنه وښوده، چې په سږني تعلیمي کال کې د طالبانو د بندیزونو له کبله په ټول افغانستان کې شاوخوا ۴۰۰ زره افغانې نجونې ښوونځي ته له تګ څخه محرومې شوې دي.
د یاد سازمان اجراییه رییسې کاټرین راسل اندېښنه ښودلې، چې د دغو بندیزونو له کبله له زده کړو د محرومو شویو نجونو شمېر ۲.۲ میلیونو ته ورسېد.
هغه وایي: «که دا بندیز تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام وکړي؛ نو څلور میلیونه نجونې به ښوونځیو ته له تګ څخه پاتې شي.»
کاټرین ویلي، په اوږد مهال کې به د زده کړو دغه بندیزونه د افغانستان روغتیایي سېسټم او اقتصاد سخت زیانمن کړي، چې له کبله به یې د ښځو ژوند هم لا نور له ستر ګواښ سره مخ شي.

نور خبرونه

رادیو