د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې یو شمېر ماشومانو او تنکیو زلمیانو په خپلو سینو د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او انس حقاني لګول شوي انځورونه نندارې ته وړاندې کړل.
له خوست څخه د یاران سکیټ دا پیل شوې سیالۍ چې اوس ننګرهار ولایت ته رسېدلې، د هېواد نورور ولایتونو ته هم غځیدونکې ده.
په ټولنیزو رسنیو کې په دې اړوند خپرو شویو ویډيوګانو کې ښکاري، چې د دغو تنکیو زلمیانو عمرونه چې له اتلس کلونو هم کم برېښي له ځانه سره پر سړکونو د دغه نندارې پر مهال وسلې هم لېږدوي.
که څه هم طالبان له بېلابېلو لارو د خپل نظام او چارواکو ته تبلیغات کوي، خو دا لومړی ځل دی چې پر واټونو د یوه طالب چارواکي انځورونه نندارې ته وړاندې کېږي.
هم مهاله د یادې ډلې مشر ملا هبت الله بیا د ساکښو موجوداتو پر انځورونو بندیزونه هم لګولي دي او د هغه د نږدې کړۍ له لوري په جدي توګه د هغه دغه امر پر ځای کېږي، خو د سراج الدین پلویان بیا دغه امر ته چندان ارزښت نه ورکوي.
د معلوماتو پربنسټ، یاران سکیټ د جلال بنسټ له خوا تمویلېږي چې دغه بنسټ د حقاني فرهنګي څانګه ده.
حقاني ډله تر دې وړاندې په دې هم تورنه ده، چې د تېر جمهوري نظام پرمهال یې د افغان امنیتي ځواکونو او عامو خلکو پروړاندې پر ماشومانو ځانمرګي بریدونه ترسره کول.
دغه انځوریزه ننداره تر هغه وروسته ترسره کېږي، چې په وروستیو میاشتو کې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده او سراج الدین حقاني ترمنځ اختلافونه زیات شوي دي.
له دې سره، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیا د سراج الدین حقاني پر سر ټاکلې جایزه هم لغوه کړې ده.
د امریکا د پلټنو فدرالي ادارې (اېف بي اي) بیا حقاني د «نړۍوال ترهګر»په توګه په خپل تر ټولو مطلوب لیست کې تر اوسه هم ساتلی دی.
سره له دې چې د طالبانو په حکومت کې حقاني ډله څنډې ته شوې ده، خو باورونه دا دي چې د امریکا په ګډون به نړۍ له حقاني ډلې سره تعامل وکړي.
نږدې یوه اوونۍ مخکې د افغانستان د وروستي جمهوري نظام لوړپوړي چارواکي محمدعمر داوودزي وویل، چې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده د مصرف تاریخ پای ته رسېدلی دی.
نوموړي دغه راز زیاته کړه، د طالبانو ترمنځ د هغو کسانو شمېر هم مخ پر زیاتېدو دی چې د رهبرۍ په کچه بدلونونه غواړي.