د جرمني په فرانکفورټ ښار کې د شنبې په ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ(پي ټي اېم جرمني) د پاکستان له خوا د افغان کډوالو جبري بېرته ستنولو ته په غبرګون کې لاریون کړی او له افغان کډوالو سره د پاکستان چلند غیر انساني، غیر قانوني او له سپکاوي ډک بولي.
لاریون کوونکو د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستاني حکومت چلند غیر اسلامي او د نړۍوالو بشري قوانینو خلاف وباله.
میوند یوسفي د پي ټي اېم جرمني مشر دغه لاریون والو ته په وینا کې وویل: « هغه نعره چې پنجاب کوله چې، افغانان زموږ ورونه دي، په دې نعره به یې له نړۍوالو ډالر اخیستل، اوس هم هغه افغانان چې ۴۵ کاله یې هلته خپل ژوند جوړ کړ، د مجرمانو په څېر ورسره چلند کوي، موږ د افغان کډوالو لپاره عدالت غواړو، د جرمني په حکومت او نړۍوالې ټولنې غږ کوو، چې د افغان کډوالو سره روان ظلم پر وړاندې ودرېږي.»
لاریون کوونکي وايي، چې افغان کډوال د پاکستاني پولیسو له خوا له قانوني بهیر پرته له کورونو اېستل کېږي او کورنۍ یې بې سرپرسته پرېښودل کېږي.
پي تي اېم جرمني د نورو لاریونونو اعلان وکړ او ویې ویل، چې تر هغو به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي تر څو چې دا غیرعادلانه چلند پای ته ونه رسېږي.
دغه لاریون په داسې حال کې کېږي، چې مخکې د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور احمد پښتین له پاکستانه په زور د افغانانو د اېستلو په غبرګون د لاریونونو د پیلولو خبر هم ورکړی و.
نوموړي ویلي و، چې دغه لاریونونه د اپرېل پر ۱۵ په چمن ښار کې له سیاسي ګوندونو او د سوداګرو ټولنې سره په ګډه پیلوي او وروسته به نورو ښارونو ته هم وغځېږي.
ښاغلي پښتین پر خپلې فېسبوک پاڼې له خلکو غوښتي، چې په دې لاریونونو کې ګډون وکړي.
هغه دغه راز دا هم ویلي و، چې له پاکستان د افغان کډوالو د جبري اېستل کېدو په غبرګون د جرمني په فرانکفورټ ښار کې هم لاریون کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان له تېرو درېیو میاشتو را پدېخوا د افغان کډوالو د جبري بېرته ستنولو لړۍ پیل کړې ده.
له تېرو درېیو میاشتو کور په کور د افغانان پلټنې روانې دي، دوی نیول کېږي او جبري بېرته افغانستان ته لېږل کېږي.
د راپورونو له مخې، تر اوسه د پاکستان حکومت لږ تر لږه شپږ لکه افغانان له خپلې خاوري اېستلي او په جبري توګه یې افغانستان ته ستانه کړي دي.
د پاکستان له خوا د افغان کډوالو نیول او جبري بېرته ستنول په کور دننه او په نړۍواله کچه له سختو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو د افغان کډوالو جبري بېرته ستنول غیر قانوني ګڼلي او د پاکستان په حکومت یې غږ کړی، چې دا لړۍ ودروي.
خو تر اوسه د پاکستان په دریځ کې کوم بدلون نه دی راغلی.