د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي په کابل کې د پاکستان له سفیر عبیدالرحمان نظاماني سره پر سوداګریزو راکړو ورکړو کې د اسانتیاوو تر څنګ د ټرانزیټي ستونزو پر حل خبرې کړې دي.
په همدې تړاو د طالبانو د یاد وزارت په خبرپانه کې راغلي، چې په دغه لیدنه کې دواړه لوریو د شته ستونزو د حل په برخه کې بحث او د نظریاتو تبادله سره کړې ده. همدا راز د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټي بهیر د اسانتیاوو لپاره د نږدې همکاریو او ګډون اقداماتو پر اړتیا ټینګار شوی دی.
دغه ناسته داسې مهال کېږي، چې تېره میاشت د تورخم لاره د پاکستاني پوله ساتو او طالبانو ترمنځ د جګړو له کبله د ۲۸ ورځو لپاره تړل شوې وه او سوداګر یې د مېلیونونه ډالرو زیان سره مخ کړل.
سوداګرو نیوکې وکړې، چې پاکستان د دغه دروازې په بندولو سره د سیاسي فشار هڅه وکړه او په لوی لاس یې سوداګر زیانمن کړل.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مهمند پاکستان ته د خپل سفر پر مهال نیوکه کړې وه، چې منفي سیاستونو یې د دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګرۍ بدې اغېزې کړې دي.
نوموړي د ګاونډیتوب او سوداګرۍ د اصولو له مخې پر سوداګرۍ د پاکستان سیاسي فشارونه هم غندلي وو.
طالبان داسې مهال له پاکستان سره یو ځل بیا د سوداګریزو ستونزو پر حل خبرو ته کېني، چې ویل کېږي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه د ناسمو سیاستونو له کبله د تېرو کلونو پرتله خورا کمه شوې ده او سوداګرو د پاکستان پر ځای د خپلو توکو د صادراتو او وارداتو لپاره نورې بدیلې لارې موندلې دي.