د پاکستان ډان ورځپاڼې د دغه هېواد د حکومت او ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۳ کال له سپتمبر میاشتې راهیسې تر ۸۶۰زره ډېر افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.
د راپور له مخې، له دغې شمېرې تر نیم مېلیون ډېر کسان یې د خیبر پښتونخوا له لارو افغانستان ته ستانه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان په دغه هېواد کې د مېشتو افغانانو د بېرته ستنولو عملیات له سره پیل کړي.
له پاکستانه د افغان کډوالو لومړی پړاو په ۲۰۲۳ کال کې پیل شو، چې پکې بې اسناده افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړل شول.
په دویم پړاو کې چې د روان کال په لومړیو کې پیل شو، له هغو افغان کډوالو څخه چې د (ACC) کارتونه لري؛ غوښتل شوي وو چې د اپرېل تر لومړۍ نېټې دې له پاکستانه ووځي.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان لهخوا د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر له ۱۵مې څخه د ۲۰۲۵ کال د اپرېل تر ۵مې ۸۶۱۷۶۳ افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
یوازې د تېرې جمعې په ورځ شاوخوا ۴۹۰۸ افغان کډوال له پاکستانه وتلي، چې له ډلې یې شاوخوا ۲۴۷۵ کسانو د کډوالۍ اسناد لرل او په پاکستان کې په قانوني توګه اوسېدل او شاوخوا ۲۱۲۵ کسان په خپله خوښه له دغه هېواده وتلي؛ په داسې حال کې چې ۳۵۰ کسان د خیبر پښتونخوا د تورخم له لارې په جبري توګه ستانه کړای شوي دي.
د دغه ورځپاڼې د راپور له مخې، د کډوالۍ اسناد لرونکو سربېره شاوخوا ۲۴۳۳ افغان کډوال چې له اسنادو پرته په پاکستان کې اوسېدل هم د جمعې په ورځ خپل هېواد ته ستانه شول.
له دغې ډلې ۱۹۱۳ کسان په خپله خوښه او ۵۲۰ کسان بیا په جبري توګه د تورخم له لارې ستانه کړل شوي دي.
له بل پلوه د اپرېل له لومړۍ نېټې بیا ۱۶۲۴۲ د اې سي سي کارت لرونکي له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
معلومات ښیي، چې له دې ډلې ۹۴۳۹ کسان په خپله خوښه او ۶۸۰۳ بیا په جبري توګه ستانه کړای شوي دي.