د طالبانو له لوري د زنداني شوې برېټانوۍ جوړې د کورنۍ غړو اندېښنه څرګنده کړې، چې د طالبانو د سختو پوښتنو ګروېږنو او څو ځله محاکمه کېدو له امله هغوی ان په ژړا شپې سبا کوي.
ډیلي مېل ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د ۷۹ کلن برېټانوي پیټر رینولډز او باربي لور سوزي رومر ویلي چې مور او پلار یې د طالبان له لوري څو ځله محکمه شوي؛ خو هېڅ ډول تور یې پرې نه دی ثابت کړی.
نوموړې اندېښنه څرګنده کړې، چې لا هم له زندانه د مور او پلار د خوشې کېدو په تړاو یې کوم هیله بښوونکی څرک نشته.
یاده برېټانوۍ جوړه د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې د طالبانو له لوري هغه مهال ونیول شوه چې غوښتل یې په بامیانو ولایت کې خپل کور ته لاړه شي.
لور یې زیاته کړې، مور او پلار یې په دې هم «نه پوهېږي» چې ولې نیول شوي او د برېټانیې له دولت غواړي چې د خوشې کېدو لپاره یې جدي ګامونه پورته کړي.
سوزي رومر وویل:« ډېرې پوښتنې یې ترې کړې دي. فکر کوم تر اوسه ۲۹ ځله پوښتل شوي. درې یا څلور ځله محکمې ته وړل شوي؛ خو پرې لګول شوي ټول تورونه بې بنسټه ثابت شوي. هغوی ته ویل شوي، چې هېڅ قانوني تور پرې نشته».
سوزي زیاتوي، که څه هم برېټانوي چارواکي یې له کورنۍ سره تماس کې دي؛ خو دا روښانه نه ده چې حکومت د هغې د مور او پلار د سملاسي خوشې کېدو غوښتنه طالبانو ته په ښکاره او غوڅ ډول رسولې که نه.
د برېټانیې د بهرنیو چارو وزارت بیا څه موده مخکې خبر ورکړی و، چې د دغه زنداني شوې جوړې د خوشې کېدو لپاره هڅه کوي.
د دغه برېټانوۍ جوړې اولادونو په زندان کې د خپل مور او پلار له حالت څخه اندېښنه ښوولې او نیوکه یې کړې، چې په ښه توګه ورته خواړه هم نه رسېږي.
ویل شوي، چې په زندان کې په کافي توګه د خوړو نشتوالي له امله دغه برېټانوي جوړه له خوارځواکۍ او روغتیایي ستونزو سره هم مخ شوې ده.
زنداني شوې برېټانوۍ جوړه له اتلس کلونو راهیسې په افغانستانه کې اوسېږي او په افغانستان کې یې د زدهکړو په برخه کې بېلابېل فعالیتونه کول.