د بې ځایو شویو سازمان: پاکستان پر طالبانو د سیاسی فشار راوستو له کبله کډوال وسیله ګرځولې

۲۳ ساعتونه مخکې

د بې ځایه شویو نړۍوال سازمان تازه اندېښنه څرګنده کړې، چې په جبري توګه د افغان کډوالو له ستنېدو څخه پاکستان د یوې سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي؛ څو پر طالبانو فشار راوړي.

دغه سازمان په خپلې تازه خبرپاڼه کې نیوکه کړې، چې د پاکستان له‌خوا د افغان کډوالو جبري شړل نه یوازې غیر انساني عمل دی؛ بلکې د کډوالۍ د نړۍوالو قوانینو څخه هم ښکاره سرغړونه ده.

یاد سازمان وایي، پاکستان هڅه کوي چې د افغان کډوالو له برخلیک څخه د یو سیاسي فشار د وسیلې په توګه کار واخلي څو پر طالبانو فشار راوړي؛ خو دغه ډول چلند له بې‌وسه او زیانمنو انسانانو سره هېڅ ډول توجیه نه لري.

د بې ځایه شویو نړۍوال سازمان ټینګار کړی، چې د اوړي په دې تودې هوا کې د کډوالو اېستل به هغوی له لوږې، بې کورۍ او جدي امنیتي ګواښونو سره مخ کړي. همدا راز زرګونه کورنۍ په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان له جدي ګواښ سره مخامخ دي.

یاد سازمان زیاتوي، د افغان کډوالو بېرته افغانستان ته شړل دا واقعیت له پامه غورځوي چې همدغه پاکستان پخوا ږاک ته د طالبانو په رسېدو کې مهم رول لاره او اوس باید د افغانستان د ناوړه وضعیت په وړاندې اخلاقي او سیاسي مسوولیت ومني.

د کډوالو دغه ملاتړې ادارې په خبرپانه کې راغلي، د عدم اعادې اساسي اصل له مخې هېڅوک باید هغه هېواد ته بېرته ونه لېږل، شي په کوم کې چې خلک له شکنجې او مرګ سره مخ کېدای شي. همدا رنګه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا، اروپايي ټولنې، امریکا او نورو نړۍوالو ادارو نه غوښتنه شوې، چې پاکستان دې له افغان کډوالو سره د زور چلند مخه ونیسي او خپلو نړۍوالو ژمنو ته دې وفادار پاتې شي.

یاد سازمان همداراز وايي، چې نړۍواله ټولنه باید په د درېیمو هېوادونو کې افغان کډوالو ته د بیا مېشتېدو زمینه برابره کړي او د کډوالۍ د اوږدې ستونزې د حل لپاره باید افغانستان کې د یو ټول ‌منلي، مشروع او ولسپال حکومت د جوړېدو ملاتړ وشي.

د بې ځایه شویو نړۍوال سازمان همدا راز د افغان کډوالو په جبري توګه د اېستل کېدو خلاف د لاسلېکونو یوه لړۍ هم پېل کړې، چې تر دا مهاله پکې نږدې ۱۵۰۰کسانو خپل ملاتړ څرګند کړی او د جبري اېستل کېدو خلاف یې خپل اعتراضونه هم ثبت کړي‌ دي.

نور خبرونه

رادیو