د افغانستان انټرنشنل د موندنو له مخې، د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې او له هغې ډلې په هرات، کابل، فراه، غزني، خوست او ننګرهار ولایتونو کې په ښوونځیو کې د طالبانو لهخوا د جبري یونیفورم د پلي کېدو لړۍ روانه ده.
له بل پلوه د طالبانو د پوهنې وزارت پر اېکس پاڼه خبر ورکړی، چې په ټولو ولایتونو کې ښوونځي ته د رنګارنګه جامو له اغوستلو د مخنیوي چاره په چټکۍ سره روانه ده.
د طالبانو د پوهنې وزارت د دغې ډلې د مشر ملاهبت الله په امر په دولتي او خصوصي ښوونځیو کې د ټولو زدهکوونکو او ښوونکو لپاره جبري یونیفورم ټاکلی.
تر دې وروسته ښوونکي او زدهکوونکي اړ دي، چې د سپین رنګه کالیو ترڅنګ پګړۍ هم وتړي؛ خو د ځینو ښوونکو او زدهکوونکو اعتراضونو یې پارولي دي.
په ننګرهار کې د یوه دولتي ښوونځي ښوونکي د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل:« زه د شپې لپاره ډوډۍ نهلرم او دوی راته د سپینو جامو، تور واسکټ او پګړۍ تړلو امر کوي.»
هغه زیاتوي، په افغانستان کې تر ټولو بې وزله طبقه د ښونځیو ښوونکي دي او که طالبان پرې لا ډېر فشار راوړي؛ نو او دی چې خپله دنده پرېږدي.
څو ورځې وړاندې افغانستان انټرنشنل د طالبانو د پوهنې وزارت یو لارښود ترلاسه کړ، چې پکې ویل شوي وو په دولتي ښوونځیو کې له لومړي څخه تر نهم ټولګي پورې زدهکوونکي باید شنې جامې او خولۍ پر سر کړي.
په داسې حال کې چې له لسم څخه تر دوولسم ټولګي پورې زدهکوونکي باید سپینې جامې واغوندي او پګړۍ پر سر کړي.
شاکر الله چې د خوست ولایت اوسېدونکی او د دولسم ټولګي زدهکړیال دی افغانستان انټرنشنل پښتو ته په خپلو خبرو کې وویل:« ماته په پګړۍ تړلو سره ځان ډېر عجیبه ښکاري، یو ډول فشار احساسوم او نشم کولای چې درس یاد کړم.»
د شاکرالله په وینا، پلار یې د ولسوالۍ په بازار کې له یوه رخت پلورونکي څخه په پور د ده لپاره سپین ټوکر او پګړۍ وپېرله؛ ترڅو هغه ښوونځي ته لاړ شي.
د طالبانو د پوهنې وزیر مولوي حبیب الله اغا په لاس لاسلیک شوي لارښود کې راغلي، هغه زدهکوونکي چې له کوم معقول لامل پرته دغه مقررات نه څاري؛ لومړی به ورته توصیه وشي او که دوی سرغړونه تکرار کړي، نو دوی به اړ شي چې د خپلو کورنیو په حضور کې ژمنه وکړي.
د کابل احمدشاه بابا مېنې اوسېدونکی انعام الله چې په تېر جمهوري نظام کې د ملي اردو سرتېرې و او اوس په دغه بازار کې په لاس ګاډي مزدوري کوي وایي:« زه دوه ځلې د ښوونځي ادارې وروغوښتلم او زما د ماشومانو ښوونځي (یونیفورم) په اړه یې راته توصیه وکړه.»
هغه وویل:«زه له سهاره تر ماښامه په لاس ګاډي له ۱۵۰ تر ۲۵۰ افغانۍ پېدا کوم. کله کله ډېر نهیلي شم، چې د کور کرایه ورکړم، د ناروغ درملنه وکړم او که ماشومانو ته مې پرې د ښوونځي یونیفورم واخلم.»
په ښوونځيو کې د یونیفورم په اړه د ملا هبت الله حکم ډېری زدهکوونکي له رواني فشار او له دغه امر څخه د سرغړونې په صورت کې د نیولو ګواښونو سره مخ کړي دي.
یو شمېر یې وایي، چې په ټولګیو کې د هوا له تودېدو سره سم د سپینو جامو او پګړۍ په سر کول نه یوازې دا چې دوی نارامه کوي؛ بلکې په درسونو کې یې د تمرکز وړتیا هم کموي.
د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ اړوند د انګوري کلي اوسېدونکي امام علي چې د لسم ټولګي زدهکونکی دی افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې د ښونځي ادارې ورته ویلي، «اړ دی، چې د پوهنې وزارت امر عملي کړي او د سرغړونې په صورت کې ښایي د طالبانو لهخوا ونیول شي.»
هغه وایي:« موږ په ټولګیو کې د ناستې لپاره څوکۍ نلرو، ښوونکي مو کم دي او ان په ځیني ښوونځي سرپنا هم نلري؛ طالبان باید لومړی زموږ دغه اړتیاوې پوره کړي او وروسته دې پر موږ پګړۍ وتړي.»
امام علي وایي، که پر ده لا زیات فشار راشي؛ نو اړ دی چې ښوونځی پرېږدي.
د زدهکړو فعال ظاهر شاه رسولي افغانستان انټرنشنل پښتو ته په خپلو خبرو کې د کورنیو د اقتصادي ستونزو په ځانګړې توګه د محرومو سیمو اوسېدونکو ته په اشارې سره وویل:« که طالبان غواړي، چې پر خلکو خپل دغه حکم پلی کړي؛ نو اړینه ده چې معلومه کړي خلک د دغه کار وس لري او که نه. خلک د ډوډۍ او ان د قلم او کتاب لپاره پېسې نلري؛ نو د پګړۍ لپاره به یې له کومه کړي.»
ځیني شننونکي په دې باور دي، چې طالبان غواړي په ښوونځیو کې د پګړۍ او سپینو جامو په اغوستلو سره د افغانستان پوهنې سیستم طالباني کړي. دغه نوی پلان د هېواد د یو شمېر وګړو له منفي غبرګونونو سره مخ شوی دی. دوی په دې باور دي چې دا ډول کړنه کولای شي د هېواد د پوهنې نظام په بشپړه توګه له منځه یوسي.