منظور پښتین: له پاکستان نه د افغان کډوالو د جبري ایستلو په غبرګون جرمني کې لاریون کوو

۶ ساعتونه مخکې

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین خبر ورکړی، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستل کیدو‌ په غبرګون د جرمني په فرانکفورټ ښار کې نن د شنبې ورځ لاریون ترسره کېږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر په جرمني کې مېشتو افغانانو باندې غږ کړی، چې په دغه لاریون کې برخه واخلي او له پاکستان څخه په زور د ایستل کیدونکو افغانانو بهیر دې وغندي.

هغه زیاتوي: «نن مازدیګر له ۵ بجو تر ۷ بجو پورې د بر وطن افغانانو د ظالمانه ویستلو پر ضد لاریون کېږي.»

د منظور پښتین دغه غږ داسې مهال کیږي، چې له پاکستان څخه په زور د ایستل کیدونکو افغانانو لړۍ خورا چټکه شوې او د مارچ له لومړۍ نېټې راهیسې هره ورځ د زرګونه کسانو د ایستل کیدو خبرونه ترلاسه کېږي.

د یاد هېواد پولیسو د پنجاب په ګډون په بېلابېلو ایالتونو کې د افغان کډوالو په نیول کیدو پسې کور په کور عملیات پیل کړي دي.

همدا راز په هالنډ کې هم یو شمېر افغانانو خبر ورکړی، چې د راتلونکې دوشنبې په ورځ د (وري ۲۵مه) هم په دغه هېواد کې د پاکستان سفارت مخې ته د افغان کډوالو د ایستل کیدو په غبرګون کې لاریون کوي.

د بشري حقونو او کډوالو د ملاتړ ادارو له لوري هم د پاکستان دغه اقدام غندل شوی دی.

د بښنې نړۍوال سازمان په ګدون ګڼو بشري ادارو له پاکستان نه غوښتي چې ژر تر ژره دې په زوره د افغانانو د ایستل کیدو روانه لړۍ ودروي، خو ښکاري چې پاکستان دغو غوښتنو ته چندان ارزښت نه دی ورکړی او د خپلې تګلارې له مخې یې دا بهیر لا ګړندی کړی دی.

افغان کډوال داسې مهال له پاکستان نه ایستل کېږی، چې په افغانستان کې د دغو ستنیدونکو لپاره طالبان په کافي شان تدابیر نه لري.

په افغانستان کې د روان بشري کړکېچ د دوام په لړ کې ویره شته، چې د دغو ستنیدونکو له تګ سره سم به دغه ناورین لا پسې ډېر شي او د لوږې کچه به هم ورسره لوړه شي.

د دغو کډوالو تر ستنیدو دمخه د طالبانو په واکمنۍ کې د روزګار کچه په بې سارې توګه راکمه شوې او اندېښنې شته، چې دغه ستنیدونکي به هم د بې روزګارۍ له سختو څپو سره مخ شي.

نور خبرونه

رادیو