د طالبانو د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت خبر ورکړی، چې د لغمان په بادپښ او علیشنګ ولسوالیو کې یې د «۲۸۷ میلیونه افغانیو» په ارزښت «۲۴۴» پروژې بشپړې کړې دي.
د طالبانو د یاد وزارت سرپرست ملا محمد یونس اخوندزاده لغمان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغو پروژو پرانېسته کړې.
د طالبانو د کلیو پراختیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پروژو کې د د کلیوال سړکونو چغل اچول، د کرنیزو کانالونو جوړول او پاکول، د پلي تګ لارو، محافظتي دېوالونو او د پلچکونو جوړولو چارې شاملې دي.
ملا یونس اخوندزاده د دغو پروژو د ګټه اخیستنې پر مهال ویلي: «هڅه کوو تر څو کلیوالو ته د لا ډېرو اسانتیاوو برابرولو په موخه پراختیايي پروژې پلې او ستونزو ته یې په وخت رسیدنه وکړو.»
طالبان داسې مهال د دغو پروژې د بشپړیدو خبره کوي چې ویل کېږي د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو ترڅنګ یو شمېر مرستندویه ادارو په لګښت ورته پروژې ترسره کېږي او طالبان په خپلو تبلیغاتو کې داسې څرګندوي چې ګوندې د دوی په بودیجه دا ډول پروژې پلي کېږي.
د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې د جمهوري نظام پر مهال طالبانو د کلیوالي او پراختیايي پروژو د مخنېوي په برخه کې فعال وو. دوی د جګړې د کلونو پر مهال ان د رغنیزو پروژو کارکوونکي برمته کړي او وژلي هم دي.
په ځینو سیمو کې د رغنیزو پروژو د پلي کیدو پر مهال د پخوانيجمهوري نظام له قراردادیانو څخه طالبانو باج هم اخیستلو.
نیوکې دا دي چې اوسمهال هم د ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه ادارو پر هغو قراردادیانو چې رغنیزې پروژې ترلاسه کوي د طالبانو د سیمه ییزو قوماندانانو له لوري فشارونه راوړل کېږي، څو ورته بډې ورکړي.