په پاکستان کې د ګل بهادر طالبانو تحریک، د پاکستان لشکر اسلام او اسلاميانقلاب غورځنګ وسله والو ډلو په ګډه د «پاکستان اتحاد المجاهدین» په نوم وسله واله ډله اعلان کړه.
نوې جوړې شوي ډلې له نورو «جهادي» ډلو هم غوښتي، چې د دوی له نويحرکت سره يو ځای شي.
د پاکستان اتحاد المجاهدین په یوه ګډه اعلامیه کې ويلي، چې د «الله په لار کې د جهاد د تنظیم او ژونديساتلو لپاره سره یو ځای شوي دي.»
په اعلامیه کې ویل شوي، چې د همدې نوې ډلې ویاند محمود الحسن دی او د «صدای غزوت الهند» په نوم له رسمي پاڼې فعالیت کوي.
دې دريو ډلو په جلا جلا اعلامیو کې هم خپل يو ځای کېدل تایید کړي او له خلکو یې د دعا او همکارۍ غوښتنه کړې.
د پاکستاني طالبانو تحریک ویاند احسان الله احسان د دې دريو ډلو پر يو ځای کېدو خوښي ښودلې او د د نوې ډلې د جوړېدو مبارکي یې ویلې.
نوموړي لیکلي: «د همدې ډلو مشرتابه ته مبارکي وایو او په پاکستان کې د روان جهاد د ثبات او بریالیتوب لپاره دعا کوو»
د پاکستان اتحاد المجاهدین نوې ډلې په همدې اعلامیه کې ډاډ ښودلی، چې د همدې ډلو یو ځای کېدل به د نورو «مجاهدینو» د مینې او «فتحو» لامل ګرځي.
په همدې ګډه اعلامیه کې له خلکو غوشتل شوی، چې له دوی سره د «دوښمن» په وړاندي مرستې وکړي.