منظور پښتین: پاکستان د پښتنو ژوندۍ غوښې خرڅې کړې اوس یې ډبرې او خاورې پلوري

۱۳ ساعتونه مخکې

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پښتونخوا د کانونو په هکله پاکستان کې وروستۍ غونډې ته په اشاره ویلي، چې پاکستان پښتانه د ترهګرو په نوم و پلورل او اوس یې ډبرې او خاورې«کانونه» هم پلوري.

نوموړي پر پښتنو او نورو قومونو ږغ کړی، چې بیدار شي او د خپلو حقونو دفاع وکړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين د شنبې په ورځ په یوه ويډيو کې د پښتنو په سیمه کې د کانونو اړوند ويلي، چې د پنجاب سیاسي او نظامي مشران له ۳۰۰ بهرنيو شرکتونو سره د کانونو د قراردونو په اړه خبرې کړې دي.

هغه پر خپله خاوره او وطن اختیار نه درلودل د غلامۍ په مانا یاد کړي.

منظور زياتوي، چې له کلونو راهیسيېد ترهګرو په نوم د پښتون پر سر معامله شوې، وینه یې پلورل شوې او اوس یې ډبرې او خاورې پلورل کېږي، چې موخه یې د دې صوبې کانونه او منرالونه دي.

هغه زياته کړې: «ایا ستا وینه نه شوه خرڅه، ستا هډوکې نه شوه خرڅ اوس راغلي دي د وطن تیږي او خاوره خرڅوي، ته به کله ويښېږې، وطن لوټ شو، وینه لوټ شوه اوس د وطن تیږې پاته دي په هغه هم سودا کوي.»

منظور پښتین وايي که د دې مخه ونه نیول شي، د پښتنو خاورې ته به د ترهګرۍ په نوم فوځ ځای پر ځای کیږي او ځایي خلک به د پنجاب مزدورۍ ته اړ کیږي.

«د دې پایله به دا وي، چې تاته به ترهګري راځي، چیک پاینټونه، امنتیتی پوستې به زیاتيږي، د وطن نیول راځي، تاته به پایله کې د وطن پرېښودل راځي، کډوال کېږې به او په کمپونو کې به ژوند کوې.»

نوموړي ویلي، چې د لارو بندېدل او په خپله خاوره چاته اجازه نه ورکول یې د مخنيوي لارې دي.

منظور پښتن ویلي د خلکو د پوهولو لپاره به کار کوي او د کانونو په برخه کې به قراردادي شرکتونو ته لیکونه لېږي، چې د دې خاورې خاوندان یوازي دغه ملت دی.

تر دې مخکې عوامي ننشل ګوند هم د پښتونخوا د کانونو په هکله نوي وړاندیزي قانون ته غبرګون ښودلی او مخالفت یې کړی دی.

د عوامي نشنل ګوند صوبايي مشر میا افتخار حسین هم ویلي، که مرکزي حکومت د پښتونخوا د کانونو او طبیعي زیرمو لپاره نوی وړاندیز شوی قانون لغوه نه کړي، نو غیرقانوني لارو چارو ته به مخه کړي.

هغه ویلي، که په یاده صوبه کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کولی شي، نو د خپلو حقونو لپاره هم په کلکه مبارزه کولی شي.

د پښتنو ملتپالو دا غبرګون له هغه وروسته دی چې تېره سې شنبه او چارشنبه پاکستان د مختلفو هېوادونو د شرکتونو یوه غونډه اسلام اباد کې جوړه کړه او پکې یې د کانونو په هکله مالومات ور کړل.

نور خبرونه

رادیو