پاکستان له نورو هېوادونو د ۵۳ زره شړل شويو پاکستانیانو پاسپورټونه ناچله کړل

۶ ساعتونه مخکې

د پاکستان حکومت د هغو ۵۳ زره کسانو پاسپورټونه بلاک کړي، چې له بېلابيلو هېوادونو ور شړل شوي.

دغه پاکستانیان له سعودي ، متحده عربي امارات، عمان او یو شمېر نورو خلیجي هېوادونو د سوال، نشه يي توکو د قاچاق، بې قانونه اوسېدو، له دندې د تېښتې او نورو سر غړونې له کبله ایستل شوي.

د پاکستان امنیتي ادارو د پاسپورټونو د ترلاسه کولو لپاره د نویو قانوني شرایطو د مراحلو پر ژر تر ژره بشپړېدو ټينګار کړی.

جيونيوز د جمعې په ورځ ویلي، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزير محسن نقوي، د کډوالو او پاسپورټونو ادارو مشرانو ترمنځ ګډه ناسته کړې او ويلي يې دي، چې د دغو ۵۳ زره پاکستانیانو پاسپورټونه یې ناچله کړي دي.

محسن نقوي ويلي، چې د پاسپورټونو د ترلاسه کولو لپاره به نوي شرایط د غيري قانوني کډوالۍ مخه ونيسي.

نوموړي زياته کړې: «د هغو کسانو پاسپورټونه به بلاک شي چې شړل شوي وي او په دې اړه به سل په سلو کې عملي اقدام کيږي.»

په خبر کې ويل شوي، چې امنيتي ادارو دا پرېکړه نړيوالې ټولنې ته د یو مثبت پيغام د وړاندي کولو په مانا بللې ده.

یو شمېر پاکستاني رسنيو لیکلي، چې په تېرو څو مياشتو کې په زرګونه پاکستانیان د سعودي عربستان، متحده عربي امارات، عمان او یو شمېر نورو خلیج هېوادونو څخه اېستل شوي.

د راپورونو له مخي، سعودي چارواکو ډېری پاکستاني وګړي د سوالګرۍ، نشه يي توکو د قاچاق، بې قانونه اوسېدو، له دندې د تېښتې، د قراردادي تړون د سر غړونې له کبله په تور لیست کې شامل شوي او له دغه هېواد ایستل شوي.

نور خبرونه

رادیو