د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي، ترهګري لا هم د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړيکو د ښه والي پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ دی.
اسلام اباد په ځلونو دغه دریځ نیولی، چې ګنې د «ټي ټي پي» په ګډون طالبانو د دوی ضد وسله والو ډلو ته پناه ځایونه ورکړي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند شفقت علي خان د پنجشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وويل: «موږ هڅه کړې چې له افغانستان سره اړيکې ښې کړو، خو تر ټولو لوی خنډ د امنيتي وضعيت خرابوالی او هغه پټنځايونه دي، چې ترهګر ترې د پاکستان په نا امنۍ کې ګټه اخلي.»
پاکستانۍ ډان ورځپاڼې په خپل راپور کې ویلي، چې نوموړي دغه څرګندونې د پاکستان او افغانستان د ګډې همغږۍ کمېټې (JCC) د ناستې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وکړې. دغه کمېټه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي همکاريو لپاره جوړه شوې، خو د ناستې دقيقه نېټه یې تر اوسه نه ده اعلان شوې. شفقت خان زياته کړه: «کله چې د غونډې تفصيلات وروستي شي، موږ به نور معلومات شريک کړو.»
د نوموړي په وينا، د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق تېره مياشت کابل ته تللی و او له طالب چارواکو سره يې د امنيت، سوداګرۍ او کډوالو په اړه بحثونه کړي.
ټاکل شوې وه، چې د اپرېل له نيمايي وړاندې د JCC ناسته وشي او داسې هم ویل شوي و، چې د افغانستان د سوداګرۍ وزير نورالدين عزيزي له اختر وروسته اسلاماباد ته سفر وکړي.
شفقت خان دغه سفر بريالی وباله او ويې ويل چې «د راتلونکو اقداماتو لپاره هوکړه رامنځته شوې ده.»
خو سره له دې لا هم د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتريخوالی روان دی. محمد صادق تازه په يوه سيمينار کې خبرداری ورکړی، چې که طالبان د پاکستان د ترهګرۍ اړوند اندېښنو ته پام ونه کړي، نو «ټولې هوکړې به بې ګټې شي.»
د یاد هېواد د بهرنيو چارو وزارت وياند د دغو څرګندونو په اړه مستقيمه تبصره ونه کړه او ويې ويل، چې دی د دغې موضوع په اړه معلومات نه لری.
له هغه راهيسې چې طالبان يو ځل بيا پر افغانستان واکمن شوي، ترهګري د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړو اصلي لامل ګرځېدلی.
پاکستان طالبان تورنوي، چې د پاکستاني طالبانو تحریک په څېر ډلو ته یې د فعاليت زمينه برابره کړې، چې له امله یې د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو ته بريدونه زيات شوي او د دواړو لوريو ډېپلوماټیکي هڅې هم اغېزمنې شوې دي.
په داسې حال کې چې پاکستان تمه درلوده طالبان به د سيمې د ثبات لپاره ګټور ثابت شي، خو د وسله والو د فعالیتونو زياتېدو دغه هیلې کمزورې کړي دي او د دواړو لوريو ترمنځ امنیتي او اقتصادي همکارۍ هم د دا ډول ناندریو تر اغېز لاندې راغلې دي.
پاکستان تور لګولي، چې د دوی ضد وسله والو ته نه یوازې دا چې طالبانو پناه ځایونه ورکړي، بلکې د ِ«ټي ټي پي» په څېر ډلو لاسنېوی یې هم کړی دی.
بلخوا طالبانو بیا د پاکستان دغه ډول ادعاوې په وار وار رد کړې او غږ یې پرېې کړی، چې د دوی د تورنولو پر ځای دې د خپل کور دننه خپلو امنیتي ناکامیو ته پام وکړي.
د ملګرو ملتونو په امنیتي راپور کې هم اندېښنه څرګنده شوې، چې د القاعده شبکې، پاکستاني طالبانو او نورو ترهګرو ډلو په افغانستان کې د طالبانو تر سیورې لاندې خوندي پناه ځایونه ترلاسه کړي دي.