سرچینو ويلي، چې سعودي عربستان ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د سفر پر مهال، د دغه هیواد هیڅ لوړ پوړی چارواکي لیدو ته ورسره حاضر شوی نه دی.
سرچینې وايي په ریاض کې د طالبانو د سفارت له ډېرو هڅو سره، سعودي چارواکو د متقي په مشرۍ د طالبانو پلاوي ته زیات پام ونه کړ.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په دې وروستیو کې په ډیرې هیلې سره سعودي عربستان ته سفر وکړ او تمه يې لرله، چې د هغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت لخوا به یې رسمي هرکلی وشي.
دغو سرچینو ویلي، چې سعودي چارواکو طالب پلاوي ته په بشپړه توګه پام نه دی کړی او امیر خان متقي په سعودي عربستان کې د څو ورځو لپاره د پاتې کیدو سره سره ونه توانید، چې رسمي یا سیاسي لیدنې وکړي.
د سرچینو په وینا که څه هم د طالب پلاوي د سفر د مذهبي برخې لکه د مسجد الحرام څخه د لېدنې لپاره مناسب ترتیبات نیول شوي وو؛ خو په ډیپلوماټیکه کچه هیڅ تعامل نه و شوی.
دوی دا اقدام د ریاض له خوا د طالبانو په وړاندې د «سړې او محتاطې پالیسۍ» ساتل یاد کړي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا سفر «د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام» وباله او ویې ویل چې «د سعودي چارواکو له خوا وزیر ته تود هرکلی او غوره پروتوکول د دې هېواد د نیکمرغۍ او ښو اړیکو ښکارندوی دی.»
امیر خان متقي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څخه د مارچ له ۲۳مې د اپریل تر ۱۰مې پورې د عمرې د مراسمو د ترسره کولو لپاره د سفر اجازه ترلاسه کړې وه.
متقي او یو شمېر نور طالب چارواکي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر بندیزونو لاندې دي او یوازې د همدې شورا له ځانګړې اجازې سره بهر ته سفر کولی شي.