له اختلافاتو ویره؛ د طالبانو مشر د پکتیا طالب چارواکو ته ویلي چې د هر امر تابع اوسي

۴ ورځې مخکې

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د پکتیا ولایت د والي ملا مهرالله حماد په ګډون له یو شمېر مسوولینو سره لیدلي او ترې غوښتي یې دي چې د وزیرانو د امر تابع اوسي او د دوی نظام د حاکمیت له پاره باید قرباني ورکړي.

دا لیدنه د پنجشنبې په ورځ تر سره شوې خو معلومه نه ده چې ملا هبت الله انلاین له دوی سره لیدلي او که د پکتیا ټول مسوولین یې کندهار ته غوښتي.

‏د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ایکس لیکلي چې مشر یې د پکتیا ولایت مسوولینو ته وویل: «مسوولین دي خپل مسوولیت ته ښه متوجه شي له غفلت څخه دې ځان وساتي، د شرعي نظام د حاکمیت لپاره باید قربانۍ ورکړو حوصله باید ختمه نه شي او کوښښ باید وکړو چې اسلامي او شرعي احکام نافذ شي، په خاص ډول امربالمعروف چې د اسلام اصلي هدف دی، اوس وخت دی چې په اقتصادي، سیاسي او نظامي امورو کې شریعت تطبیق شي.»

مجاهد لیکلي چې ملا هبت الله اخوندزاده ددغه لیدنې له ګډنوالو وغوښتل چې د خپلو اړوند مسوولینو د امر تابع اووسي.

دا لیدنې داسې مهال کیږي چې په دې ورستیو کې د طالبانو ترمنځ د ژورو اختلافاتو راپورونه خپاره شول.

راپورونه وايي چې کندهار او حقاني شبکه په یو لړ موضوعاتو سره ژور اختلاف لري؛ خو د نجونو پر زده کړو بندیز ناندریز شو او د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني په اشاره کندهار تورن کړ چې واک یې انحصار کړی او د خپل مزاج اړوند فیصلې کوي.

د امر الامعروف وزارت سختې پرېکړې، د واک انحصار او د نجونو پر زده کړو بندیز تر څنګ یو لړ نورې ستونزې د دې لامل شوې چې د طالبانو ځينې لوړپوړي چاوراکي اړ شول چې دندې خوشې کړي او په نورو هېوانو کې ژوند غوره کړي.

نور خبرونه

رادیو