د خېبر پښتونخوا حکومت ویلي چې د پنجشنبې په ورځ د تورخم له لارې، لږ تر لږه ۵ زره او ۸۳۴ تنه افغان کډوال په جبري توګه بېرته هېواد ته ستانه کړل شوي دي. د دوی په وینا په دې ډله کې د اې سي سي کارت لرونکي او بې اسناده افغانان شامل وو.
د خېبر پښتونخوا حکومت په یوې اعلامیه کې ویلي چې د پنجشنبې په ورځ، د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په لسمه نېټه یې د تورخم له لارې ۲۷۵۳ افغان کډوال چې د اې سي سي کارت لرونکي وو او ۲۹۸۱ هغه افغانان چې اسناد یې نه درلودل، افغانستان ته ستانه کړي دي.
په دغې اعلامیه کې راغلي چې له دې ډلې ۲۲۳۴ کسان په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي چې ۴۴۷ یې له پنجاب ایالت او ۱۷۲ نور بیا له کمشیر څخه وو.
په اعلامیه کې راغلي چې د ۲۰۲۳م کال د سپتمبر له میاشتې راهیسې له تورخم څخه ټول څلور لکه ۹۷ زره او ۶۰۷افغان کډوال چې د ای سي سي کارت لرونکي او بې اسناده وو جبري بېرته ستانه کړل شوي دي.
له تېرو درې میاشتو راپدېخوا د پاکستان پولیسو کور په کور د افغانانو پلټنې پېل کړي او د پاکستان په ټولو ښارونو کې د افغان کډوالو د نیولو عملیات روان دي. لسګونه زره افغان کډوال جبري بېرته ستانه کړل شوي او زرګونه نور لا هم د دوی په کمپونو کې د بېرته ستنولو انتظار کوي.
د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان دغه دريځ په کور دننه او په نړۍواله کچه له سختو غبروګونو سره مخ شوی، د ملګرملتونو نړۍوال سازمان په ګډون د بشر حقونو نړۍوالو سازمانونو له پاکستان څخه په کلکه غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو پر وړاندې دغه غیرې انساني او غیرې قانوني کړنه ودروي خو تر اوسه د پاکستان حکومت په دریځ کې کوم بدلون نه دی راغلی.