افغانستان کې له یو کال راهیسې د ګوزڼ ناروغۍ د پېښو شمېر څلور برابره زیات شوی

۴ ورځې مخکې

د روغتیا نړۍوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د افغانستان او پاکستان په یو شمېر سیمو کې د ګوزڼ وایرس پېښې په ۲۰۲۴ کال کې په خطرناک ډول ډېرې شوې دي.

د راپور له مخې، په ۲۰۲۴ کې په افغانستان کې د پولیو د وایرس درې نوې پېښې ثبت شوې، خو په پاکستان کې دغه شمېر بیا ۳۳ ته رسېږي.

دا شمېرې ښيي، چې افغانستان کې د تېرو کلونو پرتله د ګوزڼ پېښې څلور برابره او په پاکستان کې ۱۲ چنده زیاتې شوې دي.

یاد سازمان زیاتوي، چې یوازې د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې له دواړو هېوادونو ۷۴۱ مثبتې چاپېریالي نمونې ترلاسه شوې، چې ۱۱۳ يې د افغانستان او ۶۲۸ يې د پاکستان دي.

همداراز د ۲۰۲۵ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې هم په افغانستان کې ۹ او په پاکستان کې ۷۱ مثبتې چاپېریالي نمونې ثبت شوې دي.

په افغانستان کې د پولیو پېښې تر ټولو زیاتې په جنوبي ولایتونو په ځانګړې توګه کندهار کې ثبت شوې دي او هاخوا بیا د پښتونخوا، بلوچستان او سند ایالتونه د پولیو وایرس د خپرېدو اصلي سیمې بلل شوي دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، دا مهال د پولیو وایرس خپرېدل تر ډېره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې «یپیډیمالوژیک دهلیز» پورې تړلي دي، چې په کې د کویټې بلاک او د افغانستان جنوب شامل دی.

یاد سازمان خبرداری ورکړی، چې که د وایرس خپرېدل په تاریخي سیمو لکه کندهار، پېښور، کراچۍ او کویټه کې بیا پیل شي، نو د پولیو ناروغۍ د لا پراخېدو خطر به ډېر شي.

د واکسیناسیون ستونزې او نیمګړتیاوې

راپور کې راغلي چې که څه هم په افغانستان کې د پولیو پر ضد د واکسین پنځه فرعي کمپاینونه تر سره شوي، خو د ۲۰۲۴ کال په دویمه نیمایي کې د کور په کور کمپاینونه د‌ طالبانو د سختو بندیزونو له امله له خنډونو سره مخ شوي دي. او پر ځای یې یوازې «نقطه په نقطه» واکسین کمپاینونه ترسره شوي، چې د ټولو ماشومانو په ځانګړې توګه د کوچنیو نجونو د پوښښ توان نه لري.

اړوندې ادارې اندیښنه څرګندوي، چې دا مسله د پولیو خپریدو ته یو لوی ګواښ ګڼل کیدلای شي.

که څه هم په پاکستان کې د واکسین د پوښښ شمېرې لوړې ښودل شوې، خو د ولسوالیو او کلیو په کچه د کمپاینونو کیفیت کمزوری پاتې شوی دی.

ناامنۍ او تاوتریخوالی په پښتونخوا او بلوچستان کې هم د واکسیناسیون پر پروسه منفي اغېز کړی دی.

یوازې د ۲۰۲۴ کال د اکټوبر او دېسمبر په کمپاینونو کې شاوخوا ۲ لکه ماشومان د پښتونخوا په جنوب او ۵۰ زره ماشومان په کویټه بلاک کې له واکسین څخه پاتې شوي دي.

د کډوالو راستنېدنه، یو بل اندېښمنوونکی لامل

د روغتیا نړۍوال سازمان راپور همداراز وايي، چې له پاکستان څخه افغانستان ته د غیرقانوني کډوالو بې ‌وقفې ستنېدنه د ګوزڼ وایرس خپریدو په برخه کې یو جدي ګواښ دی. د ستنیدونکو دا پراخه څپه کولای شي، چې د پولیو وایرس کچه په دواړو هېوادونو کې لوړه کړي.

دغه سازمان ویلي، د دې ګواښ د کمولو لپاره د دواړو هېوادونو پر ډیورنډ کرښه واکسیناسیون روان دی او د کډوالو د تګ راتګ په سیمو کې د عامه روغتیا پلانونه نوي کېږي.

د روغتیا نړۍوال سازمان په پای کې ټینګار کړی، چې که څه هم دا مهال د پولیو وایرس خپرېدل یوازې افغانستان او پاکستان پورې محدود دي، خو د پېښو زیاتوالی او پراخوالی اندېښمنوونکی دی.

راپور وایي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ همغږي، په ځانګړې توګه د ملي او سیمه ‌ییزو چارواکو ترمنځ، د دې ناروغۍ د کنټرول لپاره حیاتي ارزښت لري.

نور خبرونه

رادیو