د پاکستان د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی، چې زرګونه هغه افغانان، چې لوېدیځو هېوادونو ته یې د پناه اخیستو غوښتنلیکونه ورکړي، وايي که د اپرېل تر پایه (د غوايي تر ۱۰مې) له پاکستان څخه ونه وځي ښایي له دغه هېواده و ايستل شي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال طلال چوهدري د پنجشنبې په ورځ دغه څرګندونې کړي دي.
که څه هم نوموړي د کوم ځانګړي هېواد نوم وانخیست خو ویل کېږي، چې د امریکا لهخوا د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د ځنډ له امله تر ۲۵ زره ډېر افغانان په پاکستان کې له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.
سربېره پر امریکا ګڼ شمېر نور افغانان بیا د برېټانیا، جرمني، کاناډا او فرانسې په ګډون لوېدیځو هېوادونو ته د لېږد په تمه د اسلام اباد تر څنګ د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې مېشت دي.
د پاکستان ډان نیوز د راپور له مخې طلال چوهدري ویلي، چې د اپرېل ۳۰مه یعنې شاوخوا ۲۰ ورځې وروسته، د دغو کډوالو لپاره وروستۍ نېټه ټاکل شوې ده.
هغه ټینګار وکړ هر بهرنی، چې په ناقانونه توګه په پاکستان کې ژوند کوي، بې له ځنډه به و ایستل شي.
نوموړي زیاته کړه، هغه افغانان چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې (UNHCR) رسمي اسناد لري، کولای شي تر جون میاشتې پورې په پاکستان کې پاتې شي.
که څه هم یاد افغانان اکثره لوېدیځو هېوادونو ته د لېږد لپاره په شرایطو برابر دي، خو د ځینو هېوادونو سیاسي فضا بدله شوې او د افغان کډوالو د لېږد بهیر یې نور هم ستونزمن کړی دی.
د ټرمپ تر واکمنیدو وروسته امریکا ته د دغه هېواد د پخوانیو افغان متحدینو د لېږد چارټر الوتنې هم ودرېدې. د نوي حکومت چارواکو ویلي، د بایډن ادارې پر مهال د دغو افغانانو د امنیتي ارزونو بهیر په سمه توګه نه و تر سره شوی.
د ټرمپ حکومت پلان لري، چې امریکا ته د افغانانو او ایرانیانو پر ننوتلو بندیز ولګوي. همداراز په جرمني کې هم د فریدریش مرتس په مشرۍ محافظهکار ګوندونه هڅه کوي، چې د افغانانو او نورو مسلمانو هېوادونو د کډوالو د ورتګ مخه ونیسي.
په داسې حال کې چې د پاکستان حکومت د ایستل کیدو وخت ټاکلی، خو د امریکا او نورو لوېدیځو هېوادونو لهخوا د افغان کډوالو د لېږد چټکتیا نه تر سترګو کېږي.
لا هم د هغو افغانانو برخلیک چې امریکا ته د لېږد لپاره یې نومونه ثبت کړي، ناسم او مبهم پاتې دی.
د طالبانو تر بیا واکمنیدو وروسته د لوېدیځو هېوادونو او په ځانګړې توګه د امریکا هغه افغان متحدین چې د دغو هېوادونو له پوځي او ادارو سره یې په افغانستان کې دندې ترسره کړې وې د طالبانو د ګواښونو له کبله پاکستان ته کډه شول.
اوس دپاکستان دغه تازه پرېکړې یې ژوند له نورو کړاوونو سره هم مخ کړی او وېره شته که لوېدیځ هېوادونه د دغو افغانانو د لېږد په برخه کې کوټلي ګامونه پورته نه کړي، نو هېواد ته تر ایستل کیدو وروسته به له مرګوني پېښو سره مخ شي.
پاکستان کې د درېیمو هېوادونو په تمه مېشتو افغانانو کې د پخواني جمهوري نظام سرتېري، د بهرنیو ځواکونو ژباړونکي، خبریالان، د بشري حقونو فعالان، ښځینه فعالانې او د نجونو د زده کړو د فعالانو تر څنګ د ټولنې بېلابېل قشرونه شامل دي.
طلال چوهدري دا هم وویل، یوازې په تېره یوه اوونۍ کې زرګونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته استول شوي دي.
د تېر اکټوبر له پیل راهیسې تر اوسه پورې شاوخوا ۸۵۰ زره افغانان له پاکستانه ایستل شوي دي.
نوموړي وویل، دا مهال شاوخوا ۸۰۰ زره افغان کډوال پرته له قانوني اسنادو په پاکستان کې اوسېږي او ۱.۴ میلیونه نور بیا د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ځانګړي اسناد لري، خو هغو ته هم یوازې د جون میاشتې د پاتې کیدو اجازه ورکړل شوې او له یادې نېټې وروسته به خپل هېواد ته ایستل کېږي.