ډيپلوماټ مجلې په یوې تازه خپرې کړې مقاله کې ویلي، چې د امریکا او نړۍوالې ټولنې لهخوا له طالبانو سره دوامداره تعامل، پرته له دې چې دغه ډله حساب ورکوونکې کړي، بلکې کولای شي د نړۍوال امنیت لپاره یو لوی ګواښ رامنځته کړي.
مقاله زیاتوي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو درې نيم کاله وروسته لا هم دغه ډله نه یوازې خپلو ژمنو ته وفاداره نه ده پاتې شوې، بلکې د مخالفینو ځپلو، د ښځو له ټولنیز ژوند څخه د ایستلو، د بشري مرستو له ناوړه استفادې او له ترهګریزو ډلو سره د ملاتړ په برخو کې یې یو منظم سېسټم جوړ کړی دی.
په مقاله کې د امریکا پر دریځ نیوکه شوې او لیکل شوي، چې د طالبانو مشران له بندیزونو سره سره په ازاداه توګه نړۍوال سفرونه هم کوي.
د راپور له مخې، له ۹۰ سلنې زیات طالب مشران په مشخصو بندیزونو کې نه دي شامل او ان هغه طالبان چې د ملګرو ملتونو تر بندیزونو لاندې دي هم په دوامداره ډول د سفر معافیت ترلاسه کوي.
همدا راز زیاته شوې، چې طالبان د دوحې تړون له لومړنیو ژمنو سره برعکس، د پخواني حکومت چارواکي، مدني فعالان او امنیتي سرتېري تعقیب کړي، شکنجه کړي او ان وژلي یې دي.
همداراز افغان ښځې له زده کړو، کار او ټولنیز مشارکته په بشپړ ډول بې برخې شوي او ماشومان له فقر، خوارځواکۍ او د مخنیوي وړ ناروغیو سره مخ دي.
مقاله کې ویل شوي، طالبانو د هېواد رسمي تعلیمي نظام له منځه وړی او پر ځای یې سختدریځه مذهبي نصابونه رامنځته کړي، چې په کې د لوېدیځو هېوادونو پر وړاندې کرکه خپرېږي، بشري مرستې چې باید بې وزلو ته ورسېږي، د طالبانو او د هغوی د ملاتړو لاسونو ته لوېږي.
د مقالې لیکوال دا خبرداری هم ورکړی، چې ترهګرې ډلې لکه حقاني شبکه، د پاکستاني طالبانو تحریک او د داعش خراسان څانګه د افغانستان دننه په خلاص مټ فعالیتونه کوي او ان د دغو ډلو ځینې غړي په د طالبانو په ادارو کې په دندو هم ګومارل شوي دي.
ډېپلوماټ مجله لیکي، د طالبانو د بهرنیو سفرونو او نړۍوالو غونډو ته بلنه ورکول، نه یوازې یو ظالم رژیم پیاوړی کوي، بلکې نړۍ ته یو خطرناک پیغام لېږي.
د یادې مجلې د مقالې په پای کې له نړۍوالې ټولنې، په ځانګړې توګه له امریکا متحده ایالاتو غوښتنه کړې، چې د طالبانو د حساب ورکوونې لپاره له هدفمندو بندیزونو، اقتصادي محدودیتونو او سیاسي فشارونو کار واخلي او د افغان متحدینو د بیا مېشتیدو پروسه دې هم بېرته پیل کړي.