د اسلام اباد محکمه د ورکو افغان وروڼو قضیه کې د پنجاب او اسلام اباد پولیس مشران احضاروي

۲ ساعتونه مخکې

د جیونيوز د خبر له مخي، د اسلام اباد محکمه د څلورو ورکو افغان وړونو په قضيه کې د اپريل په ۱۶مه د اسلام اباد او پنجاب پولیس مشران احضاروي.

محکمې د پوښتنې په ډول ویلي، «د چا خپلوان، چې تري تم وي، هغه هره شېبه مري؛ دا لړۍ به تر کومه دوام وکړي؟»

جیونیوز د پنجشنبې په ورځ د اسلام اباد د محکمې له قوله په یوه خبر کې ویلي، چې د هغو څلور افغان وړونو قضيې په اړه یې پرېکړه وکړه، چې د ۲۰۲۴ کال له جنورئ راهيسې اسلام اباد کې ورک شوي او تر دا مهال يې هیڅ درک معلوم نه دی.

د خبر له مخې، محکمې د اپريل مياشتې په ۱۶مه د پنجاب او اسلام اباد پولیس مشران د همدې قضيې اړوند وضاحت ورکولو لپاره ته ورغوښتي دي.

د یادې قضيې د اورولو پرمهال د ورکو افغان وړونو مور په محکمه کې بې هوښه شوه.

قاضي اصف زياته کړې: «که دا کار ستاسو یا زما سره وشي، نو بیا به یې احساس کړئ او بیا تاسئ راشئ او وایاست چې موږ خبر نه یو. زه بلوچستان ته تللی وم هلته هم ویل کېدل چې دغه کسان زموږ سره نشته؛ خو بیا له هم هغه ځایه موندل کېدل، دا لړۍ به تر کله روانه وي؟»

دغه قاضي دا هم وویل: « د چا خپلوان چې ورک شي، هغه یا ژوندی وي یا مړ، پر چا چې دا وخت تيريږي هغه ته ښه معلومات وي، د ورکو شویو کسانو میندې په وار وار محکمې ته راځي.»

محکمې زياته کړې، چې په دې اړه به جي ای ټي یا تحقیقاتي ډله جوړه کړي تر څو دا ډول پېښې تعقیب کړي.

که څه هم مالومه نه ده چې دا کسان په څه ډول شرایطو کې ورک شوي، خو اسلام اباد او پنجاب کې ځینې افغان کډوال او ان د پښتونخوا پښتانه د لاریونونو پرمهال په مظاهرو کې له ګډون پرته هم نیول شوي او په میاشتو میاشتو بندي شوي دي.

نور خبرونه

رادیو