سلام حنفي په تورخم کې: پاکستان دې د ورورۍ تاریخې اړیکو ته درناوی وکړي

۶ ساعتونه مخکې

د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د (وري ۲۱مه) تورخم ته د سفر پر مهال په جبري ډول د ستنیدونکو افغان کډوال له وضعیت څخه د لیدنې پر مهال ویلي، چې له پاکستان سره د ورورۍ تاریخي اړیکې لري او د پاکستان حکومت باید د دغو اړیکو درناوی وکړي.

د طالبانو دغه لوړ پوړی چارواکي له پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو غوښتي، چې اسلامي او نړۍوالو ارزښتونو ته باید ژمن پاتې شي.

هغه دغه څرګندونې د پاکستان له لوري د افغان کډوالو د ایستلو د تازه څپې په غبرګون کې کړي‌ دي.

سلام حنفي ټینګار کړی، چې پاکستان باید د افغان کډوالو شتمنۍ او او مالونو خوندیتوب ته جدی پاملرنه وکړي.

هغه پر پاکستان غږ کړی، چې د افغان کډوال د شتمنۍ او مالونه دې خوندي وساتي. هغه همدا راز ډاډ څرګند کړی، چې طالبان دغو ستنیدونکو کډوالو ته د بشري مرستو تر څنګ د سرپناوو د ورکړې په برخه کې لاس په کار شوي دي.

د پاکستان له لوري هره ورځ سلګونه افغان کډوال د تورخم له لارې په داسې حال کې خپل هېواد ته ستنول کېږي، چې په یاد هېواد کې یې شتمنۍ او وسایل ترې پاتې دي.

د راپورونو له مخې د دغو ایستل کیدونکو افغان کډوالو کورونه ان د پنجاب په ګډون په ځینو ایالتونو کې چور شوي او پولیسو نه دې پرېښي چې ان د خپلو کورونو اړین توکي هم له ځانه سره بېرته خپل هېواد ته یوسي.

هاخوا بیا اندېښنې شته چې طالبان هم دغو ستنیدونکو افغان کډوالو سره د بشري مرستو، سرپناوو، روغتیا اسانتیاوو او روزګار موندلو په برخه کې چندان تدابیر نه لري.

د بشري حقونو یو شمېر سازمانونو اندېښنه څرګنده کړې چې له پاکستانه د دغو ایستل کیدونکو کډوالو سره به په هېواد کې د لوږې او فقر ناورین لا پسې ډېر شي.

نور خبرونه

رادیو