د پاکستاني جنرال ادعا: په افغانستان کې د امریکايي وسلو لویه برخه د ټي‌‌ټي‌پي لاس ته ورغلې

۶ ورځې مخکې

د پاکستاني پوځ یو متقاعد جنرال انعام‌الحق، د اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې په یوې مقاله کې په افغانستان کې د پاتې‌شویو امریکايي تجهیزاتو په تړاو د امریکا او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ وروستیو خبرواترو ته په اشارې خبرداری ورکړی، چې دا وسلې د سیمې امنیت ته یو ګواښ ګرځېدلی دی.

نوموړي پاکستاني جنرال ادعا کړې، چې د دې وسلو لویه برخه د سیمې هېوادونو او ترهګریزو سازمانونو لاس ته ورغلې ده.

د اېکسپرېس ټربیون په مقاله کې نوموړي جنرال ادعا کړې، چې د امریکايي نښه‌ویشتونکو ټوپکونو په ګډون د دغو وسلو لویه برخه د ټي‌ټي‌پي لاس ته لوېدلې او د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر وړاندې په خونړیو بریدونو کې کارول شوې ده.

د هغه په وینا، که څه هم متحده‌ایالاتو له افغانستانه د وتلو پرمهال خپل ځینې تجهیزات له‌ منځه یوړل، خو بیا هم د دغو تجهیزاتو یوه لویه برخه د ایران، افغانستان او پاکستان په پولو کې تور بازار ته رسېدلې ده.

همداراز داسې راپورونه خپاره شوي، چې ایران د دغو تجهیزاتو یوه برخه چې سپکې وسلې، د شپې لید وسایل او د څارنې سېستمونه په‌کې شامل دي، په پراخه کچه اخیستي دي.

اېکسپرېس ټربیون زیاته کړې، چې داوسلې اوس نه یوازې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي جنګیالیو؛ بلکې په پریمانه کچه د بلوڅ بېلتون‌پالو، کشمیري جنګیالیو او نورو غیردولتي وسله‌والو ډلو ته لاس ته ورغلي دي.

د پاکستان یاد متقاعدجنرال خبرداری ورکړی: «د دغو تجهیزاتو رامنځته شوی ګواښ د افغانستان له پولو اوښتی او اوس یې د سیمې امنیت لپاره یوه جدي ستونزه جوړې کړې ده.»

همداراز، انعام‌الحق ادعا کړې چې د امریکايي وسلو د سپارلو مسأله کابل ته د امریکايي پلاوي د وروستي سفر یوه مهمه برخه وه.

د اېکسپرېس ټربیون د راپور پر بنسټ، خلیلزاد هڅه کړې چې طالبان دې ته قانع کړي چې د مالي او بشري مرستو په بدل کې د دغو تجهیزاتو ځینې برخې واشنګټن ته وسپاري.

د یادونې ده، چې له دې مخکې نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي و چې په افغانستان کې د نښه‌ویشتونکو ټوپکونو په ګډون د امریکا پاتې ‌شوې وسلې د داعش خراسان، القاعدې او پاکستاني ترهګرو ډلو لاس ته ورغلي دي.

نور خبرونه

رادیو