د پنجاب پولیس: له ۷ زرو ډېر کډوال له پنجاب صوبې افغانستان ته ستانه کړل شول

۵ ورځې مخکې

د پنجاب پولیس وایي، چې تېره ورځ یې له دغه صوبې ۷۶۳۳ کډوال افغانستان ته ستانه کړي دي.
د پنجاب پولیسو پر اېکس پاڼه خبر ورکړی، چې له پاکستان نه د بې اسناده کډوالو د اېستلو لړۍ لاهم دوام لري.

د دغه یادښت له مخې، د لاهور په ګډون په ټوله صوبه کې د بې اسناده کډوالو د اېستلو لپاره ۴۶ مرکزونه جوړ شوي دي.
د پاکستاني رسنۍ (د پاکستان ډیلي) د خبر له مخې، له پاکستانه ۲۰۲۳ کال د نومبر میاشتې راهیسې د ټولو ستنو شویو افغان کډوالو شمېر ۹۲۱۰۶۳ ته رسېدلی دی.
له بل پلوه د پښتونخوا په خیبر کې د کډوالو چارو سرچینې وايي، چې تېره ۴۵۱۵ کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.
د دغه سرچینو په وینا، ۳۰۶۲ بې اسناده کډوال په خپله خوښه د لنډی کوتل پنډغالي ته ورغلي وو.
په خیبر کې د کډوالو چارو سرچینې ویلي، د هغو کسانو له ډلې چې د لنډي کوتل پنډغالي ته رسېدلي ۱۲۳۲ کسان یې بې اسناده او ۱۸۳۰ کسانو بیا د اې سي سي کارت لرونکي وو.
د کډوالۍ سرچینې دارنګه وايي، چې د اپرېل له لومړۍ نیټې راهیسې ۲۰۱۲۴ بې اسناده افغان کډوال له پاکستانه اېستل شوي دي.
‏له بل پوه د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې تېره ورځ له ګاونډیو هېوادونو شاوخوا ۱۱۳۳ کورنۍ ستنې شوې.
د دغه اژانس په خبره، د دغو کورنیو له ډلې د ننګرهار د تورخم له لارې ۷۶۱ کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۱۰۰، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۹۸ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۱۷۴ کورنۍ هېواد ته ستنې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو