د ستنېدو لپاره پر کډوالو فشارونه؛ د نیول کېدو له وېرې افغان کډوال بېرته ستنېدو ته اړ شوي

۹ ساعتونه مخکې

په کډو بار د هغو افغانانو د موټرو کاروانونه چې له پاکستان څخه د وتلو لپاره پرې فشار راوړل شوی، په تورخم کې په کتار ولاړې دي.
دغه کډوال له نیول کېدو او سپکاوي وېره لري، نو له همدې امله اړ اېستل شوي چې پاکستان پرېږدي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی؛ نن لسمه ورځ ده، چې پاکستان په دغه هېواد کې د مېشتو بې اسناده او اې سي سي کارت لرونکو افغان کډوالو د اېستلو لړۍ پیل کړې.
اسلام اباد غواړي، چې د کډوالو د اېستلو په روانه لړۍ کې ۸۰۰ زره د اې سي سي کارت لرونکي بېرته افغانستان ته ستانه کړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په وینا، (د اپرېل له لومړۍ نیټې) راهیسې شاوخوا ۲۴۶۶۵ افغانان له پاکستانه بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
په کراچۍ کې یو افغان کډوال رحمت الله وایي؛ خلک وايي چې پولیس به راشي او چاپې به ووهي. دغه وېره له ټولو سره ده. هرڅوک له دې امله اندېښمن دي.
نظام ګل چې د خپل کور سامانونه تړلي او افغانستان ته د بېرته ستنېدو لپاره چمتو دی وایي: «د یو سړي لپاره چې له خپلې کورنۍ سره اوسېږي، تر دې بد حالت نشته، چې د هغه مېرمنې د پولیسو له‌خوا ونیول شي. دا به غوره وي چې دوی موږ ووژني.»

یو لارۍ چلوونکی غلام حضرت چې په ​​کراچۍ کې د پولیسو د څو ورځو ځورونې وروسته چمن ته تللی وایي: «موږ باید خپل کور پرېږدو. موږ هره ورځ ځورول کېږو.»
په پېښور کې بیا پولیس د جوماتونو د لاسپیکرونو له لارې خلکو ته له دغه هېواده د وتلو خبرداری ورکوي.

د پولیسو خبرداری یوازې د افغانانو لپاره نه؛ بلکې د کورونو مالکانو لپاره هم دی.
فرحان احمد وایي: «دوه پولیس افسران د یکشنبې په ورځ زما کور ته راغلل او راته یې وویل، که دلته کوم افغان وګړی ژوند کوي؛ نو باید له دغه هېواده وشړل شي.»
د بشري حقونو څار سازمان د هغو «ناوړه تګلارو» غندنه کړې، چې پر افغانانو د فشار راوړلو لپاره کارول کېږي؛ ترڅو دغه کډوال خپل هېواد ته ستانه شي.
دغه سازمان وایي: «ډېری دغه کډوال د بېرته ستنېدو په صورت کې د طالبانو له‌خوا د ځورونې او سختو اقتصادي شرایطو سره مخ دي.»
د ۲۰۲۳ کال په سپتمبر کې په سلګونه زره بې اسناده افغانان د پولیسو له چاپو وروسته، افغانستان ته ستانه شول.

شنوونکي وایي، چې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ سیاسي مسله ده.
د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې خړې پړې شوې.
ملیحه لودي چې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان پخوانۍ دایمي استازې ده وایي: «د دوی د اېستلو وخت او طریقه ښیي، چې دا پر طالبانو د فشار زیاتولو لپاره د پاکستان د پالیسۍ یوه برخه ده. دا باید په انساني، په خپله خوښه او تدریجي ډول ترسره شوی وای.»

نور خبرونه

رادیو