په کوټه کې وسله والو درې پوليس وژلي او یو يې ټپي کړی دی

۵ ورځې مخکې

د بلوچستان مرکز کوټې پر سریاب سړک وسله وال بريد کې درې پولیس وژل شوي او یو ټپي دی.

برید د پولیسو د ګزمې پر موټر شوی دی.

پاکستاني رسنيو د امنیتي چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې دغه وسله وال برید د پنجشنبې په ورځ شوی او د و سله والو پر ځپلو يې ټينګار کړی.

په ټولنيزو رسنیو کې د برید ويډيو هم نشر شوې، چې په کې معلوميږی، د پولیسو پر ګادي موټر سیکل سپاره وسله وال بريد کوي.

تر اوسه د برید مسولیت چا نه دی منلی.

په وروستیو میاشتو کې په بلوچستان کې بریدونه او چاودنې ډېر شوي چې پکې تر ډېره امنیتي سرتېرو ته مرګژوبله اوړي.

نور خبرونه

رادیو