حامد کرزی او د بریتانیا شارژدافیر د افغانستان د وضعیت په تړاو وغږېدل

۱۰ ساعتونه مخکې

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او په کابل کې د بریتانیا شارژدافیر رابرټ چترټن ډېکسن د سیمې، په ځانګړې توګه د افغانستان وضعیت په تړاو خبرې‌اترې کړې دي.

حامد کرزي د پنجشنبې په ورځ (د وري ۲۱مه) د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې په یوه بیان کې زیاته کړې چې په کتنه کې د افغانستان او بریتانیا ترمنځ د اړیکو پر لا پیاوړتیا، د باور فضا پر رامنځته‌کېدو او د همکاریو پر دوام هم خبرې شوې دي.

همداراز پخواني ولسمشرحامد کرزي د افغانستان له خلکو سره د بریتانیا د اوږدمهالو مرستو، انساني همکاریو او همدردۍ مننه کړې ده.

نوموړي ټینګار کړی چې نړۍواله همکاري، په ځانګړې توګه د بریتانیا ملاتړ، کولی شي د افغانانو ژوند ښه کړي او د ثبات او پرمختګ لور ته یې یوسي.

کرزي د بریتانیا د همکاریو د لا دوام هیله‌مندي ښودلې او ویلي دي چې د نړۍوالو هېوادونو همکاري د افغانستان د سولې، ثبات، او بشري وضعیت د ښه‌والي لپاره حیاتي ارزښت لري.

نور خبرونه

رادیو