امریکا: د جایزې د لرې‌کېدو سربېره «سراج‌الدین او طالبان» ترهګر دي

۱ ساعت مخکې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټامي بروس په یوه خبري کنفرانس کې دا نظر رد کړ چې ګوندې امریکا د سراج‌الدین حقاني د نیولو جایزې په لرې‌کېدو سره هغه او طالبانو ته امتیاز ورکړی دی.

نوموړې د پنجشنبې په ورځ(د وري ۲۱مه) زیاته کړې، که څه هم نه یې غوښتل چې په کابل کې د امریکایي پلاوي او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو د محتوا په تړاو تبصره وکړي، خو د طالبانو او د حقاني شبکې د مشرانو په هکله د امریکا نظر نه دی بدل شوی.

بروس وویل: «دغه کسان او همداراز دغه ډله [طالبان] لا هم د [امریکا] د ترهګرو اشخاصو او ډلو په نوملړ کې دي، په دې هکله هېڅ بدلون نه‌دی رامنځته شوی. اصلي کیسه همدا ده.»

د کب په ۳۰مه د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په ګډون یو امریکایی پلاوی کابل ته تللی و او د طالبانو په بند کې د متحده‌ایالاتو د بندیانو په تړاو یې د دغې ډلې له چارواکو سره خبرې‌اترې کړې وې، خو واشنګټن د دغه سفر په تړاو کره جزییات لا هم نه دي ورکړي.

له دې سفر وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان انټرنشنل ته منلې وه چې د سراج‌الدین حقاني پر سر ټاکلې جایزه یې لغوه کړې، خو د ترهګرو نوملړ کې یې نوم لا هم شته.

امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دغه خبر له خپرېدو څو ورځې ورځې وروسته د دغه تحول په تړاو کوم عمومي غبرګون نه و ښودلی، خو افغانستان انټرنشنل ته یې په ځواب کې لیکلي و: «دا د متحده‌ایالاتو سیاست دی چې په دوامداره توګه د عدالت لپاره د جایزو پروګرام وارزوي او اصلاح یې کړي.»

نوموړي وزارت زیاته کړې وه چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني او د حقاني شبکې د دوو نورو مشرانو نومونه یې د متحده‌ایالاتو تر څار لاندې کسانو له نوملړ څخه لرې کړې دي.

نور خبرونه

رادیو