د عوامي نشنل ګوند عمومي منشي سردار حسین بابک له پاکستان د افغان کډوالو جبري بېرته ستنولو ته په غبرګون کې ویلي چې د افغان کډوالو سره روان ظلم د کابل او اسلام اباد په خوښه ترسره کېږي او دغه چارې ته متن په اسلام اباد کې لیکل شوی دی.
دغه ملتپال سیاستوال په جبري توګه د افغانانو اېستل ظالمانه چلند بولي او د پښتونخواه وزیر اعلی هغه څرګندونې تبلیغات ګڼي چې ګوند یې له خېبر پښتونخوا افغان کډوال په زوره نه باسي.
بابک افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې وویل، چې له افغان کډوالو سره روان ظلم د کابل او اسلام اباد شریک هدف دی چې متن ورته په اسلام اباد کې لیکل شوی.
نوموړي ویلي: «پکار خو داده چې د کابل حکومت یو لېست برابر کړي چې په کومو هېوادنو کې افغانان په مشکل کې دي، خو ښکاري دا چې دوی تماشه کوي، ددې ځای څخه (پاکستان) چې د شر کومه خبره کیږي، بیا هغه خبره پدې شکل کې د کابل نه هم کیږي، نو اندازه داده چې سکرپ د یو ځای نه دی، متن یو ځای کې لیکل شوی او خلکو ته ورکړل شوی چې د افغانانو ترمنځ کرښې راکاږي.»
بابک د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ولې پخوا افغان کډوالو ته هرکلی کېده او اوس په بې شرمۍ بېرته جبري ستنول کیږي وویل: «د افغان کډوالو هرکلی د شر لپاره وو، ډاکټر نجیب او ولي خان ورته چغې وهلې چې ولې خپل کور ورانوئ، ولې ځانونه بې کوره کوئ، په هغه وخت کې هم اسلام اباد دا کار د ورانۍ په موخه کوه، دا خلک یې دوکه کړل او دلته یې راوستل، اوه سیاسي جماعتونه یې ورته جوړ کړل، پاکستان ټول عمر په افغانستان کې شر لټولی، زموږ دریځ دادی چې پاکستان پنجاب دی او پنجاب پاکستان دی. ددې تاوانونو او ورانیو او بدامنۍ بدې پایلې پنجاب ته نه رسیږي بلکې پښتنو ته رسیږي.»
دغه سیاستوال د افغان کډوالو په اړه د خپل ګوند دریځ روښانه کړ او وې ویل: «د عموامي نشنل پارټۍ دریځ دادی چې په کومه طریقه چې د افغان کډوالو اېستل پېل شوي دا غېرې انساني دي، که موږ ماضي ته لاړ شو نو دا خلک د شر لپاره رواستل شوي وو، د خیر لپاره یې نه وو راوستي، نن چې یې په کومه طریقه اوباسي نو دا عمل یې هم د شر لپاره شروع کړی، څلور نسله دلته افغان کډوال پېدا شوي، دلته یې ژوند دی کاروبارونه یې دي، دلته یې ریشتې دي، یوه وینه ده او اوس چې ورسره څه روان دي دا ظلم دی.»
د پاکستان حکومت د افغان کډوالو جبري بېرته ستنولو لوی لامل په پاکستان کې نا امني په ګوته کړې خو سردار حسین بابک دا یوازې تور ګڼي او وایي که افغانان ترهګر وي نو د افغانستان نورو ګاونډي هېوادونه ولې دا شکایت نه کوه.
نوموړی زیاتوي: «زما نظر دادی چې که افغان کډوال ترهګر وي نو ولې ایران ته نه ځي، چین ته ولې نه ځي، مسکو ته ولې نه ځي او پنجاب ته ولې نه ځي؟ دا تورونه دي او دا افغانیت سره دوښمني ده، سوچ وکړئ، کوم حکومت چې اوس په افغانستان کې دی، د دوی له راتګ سره یې چغې وهلې چې د غلامۍ زنځيرونه یې وشکول، که په افغانستان هرڅوک واکمن وي، اشرف غني، کرزۍ او که ملا صیب، اسلام اباد د افغانیت دوښمن دی.»
بابک وایي که اسلام اباد د افغانیت دوښمن نه وای نو ولې په ډيورنډ فرضي کرښه ټرانزیټ لارې بندې دي، نوموړی زیاتوي: «دا لارې ولې بندې دي، ددې لارو د بندښت له امله په لکونو افغانان بې کاره دي، ددې لارو بندولو اسلام اباد ته ګټه څه ده.»
د عوامي نشنل ګوند دغه منشي له افغانستان څخه د ګڼ شمېر افغانانو کډوال کېدو په تړاو وویل: «دا پوښتنه باید د کابل له واکمنانو وشي او ورته وویل شي چې خپل ملت پخلا کړه، دوی له تاسو خپه دي، پاکستان او نورو هېوادونو ته ستا له امله تللي او کېسونه یې جمعه کړي، ددې هر څه ذمه واري د کابل حکومت په غاړه ده.»
نوموړي د طالبانو په حکومت غړ وکړ چې باید لاس پکار شي، کومه رویه چې د افغانانو سره روانه ده، دوی باید د مدعیانو په توګه له هېوادنو سره خبرې وکړ.
بابک د افغان کډوالو سره د روان ظلم په اړه د خېبر پښتونخوا حکومت ملامت کړ او عامو خلکو ته یې وویل:« له ظلم لاس واخلۍ، دا ظلم دی چې د مجبوره افغان کډوالو د لس زره روپو شی په زر روپۍ غواړئ، پدې وخت کې ټولو پښتنو افغانانو نه هیله کوو چې د افغانیت رشته وپالي.»
یاده دې وي چې د پاکستان حکومت له تېرو درې میاشتو راهیسې د افغان کډوالو پر وړاندې سخت اقدامات ترسره کړي، سلګونه زره افغانان چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې مېشت وو نیول شوي او جبري بېرته ستانه کړل شوي، زیات شمېر افغانان لا هم د پاکستاني پولیسو په بند کې د جبري ستنولو په انتظار دي.
که څه د پاکستان دغه کړنه په کور دننه او په نړۍواله کچه له سخت غبرګون سره مخ شوې خو لا هم د دوی په دریځ کې بدلون نه لیدل کیږي.