طالبان،‌ ملګري ملتونه او پاکستان د افغان کډوالو په تړاو درې اړخیزه ناسته کوي

۵ ساعتونه مخکې

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ مشر عرفات جمال په ګډه ناسته کې د افغان کډوالو د ستونزو حل په موخه له پاکستان سره د درې اړخیزې ناستې پر جوړېدو خبرې کړې دي.

د طالبانو د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د استازولۍ یاد مشر قطر ته د خپل سفر پر مهال د یاد هېواد له چارواکو سره په لیدنو کې د پاکستان، یونسیار او طالبانو د درې اړخیزې ناستې په تړاو هم خبرې کړي دي.

په خبرپاڼه کې د عرفات جمال له قوله لیکل شوي، چې ښايي د کډوالو په تړاو دغه درې اړخیزه ناسته په راتلونکې میاشت کې ترسره شي، خو دقیقه نېټه او ځای یې نه دی څرګند کړی.

مولوي عبدالکبیر په یاده ناسته کې د یونسیار له چارواکو وغوښتل، چې د بېرته راستنیدونکو افغانانو سره دې د ملګرو ملتونو د کارتونو پر بنسټ چلند نه کوي، بلکې ټولو کارت راستنیدونکو ته دې په انډول برابرې مرستې او خدمتونه چمتو کړي.

د طالبانو یاد وزیر غوښتنه کړې، چې د راستنیدونکو د ستونزو د دایمي حل لپاره باید نړۍوال سازمانونو له دوی سره د ښارګوټو د جوړولو په برخه کې ځانګړې همکارۍ وکړي.

دا څرګندونې داسې مهال کیږي، چې له پاکستان نه د سلګونه زره افغان کډوالو د ایستل کیدو لړۍ پېل شوې ده.

د پنجاب په ګډون د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د افغان کډوالو نیولو پسې کوڅه په کوڅه او کور په کور د نیول کیدو عملیات روان دي.

یاد هېواد پرېکړه کړې، چې د اې سي سي کارت لرونکو په ګډون ټول بې اسناده کډوال له خپله هېواده اوباسي.

د رسمي شمېرو له مخې یوازې تېره اوونۍ پاکستان شاوخوا یوولس زره افغان کډوال بېرته په جبري توګه خپل هېود ته ستانه کړي دي.

د کډوالو او بشر حقونو د ملاتړ نړۍوالو سازمانونو له لوري د پاکستان د جبري ایستل کیدو لړۍ غندل شوې او ترې غوښتنه شوې چې ژر تر ژره دې دا بهیر ودروي.

خو ښکاري چې اسلام اباد دا ځل دغو غوښتنو ته چندان پام نه دی کړی او خپله پرېکړه یې لا تر دې دمه په جدي توګه پلي کړې ده.

پاکستان داسې مهال افغان کډوال خپل هېواد ته اوباسي، چې افغانستان له اقتصادي پلوه له سختې انزوا سره مخ دی او په کور دننه د لوږې تر څنګ د فقر کچه هم خورا لوړه شوې ده.

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې بې روزګاري هم ډېره شوې او یو شمېر نړۍوالو سازمانونو اندېښنه څرګنده کړې، چې د دغو کډوالو په ورتګ سره به په هېواد کې بشری ناورین لا پسې پراخ شي.

په پاکستان کې نږدې درې میلیونه افغان کډوال مېشت دي، چې ډېری یې د مېشتیدنې قانوني اسناد لري، خو سره له دې هم د یاد هېواد د پولیسو له لوري ځورول کېږي.

همدا راز ایران هم تابیا کړې، چې ډېر ژر د افغان کډوالو د ستنیدو بهیر پیل کړي او د دغه هېواد رسمي شمېرې څرګندوي چې اته میلیونه افغان کډوال هلته مېشت دي.

په دغو کډوالو کې څلور میلیونه یې د مېشتیدنې قانوني سندونه لري، خو‌ د پاتې څلور میلیونو کسانو اسناد یا پای ته رسیدلي او په کې بې سنده کډوال هم شتون لري.

ایران او پاکستان د افغان کډوالو لپاره له رواني او فزیکي پلوه له شکنجو ډک هیوادونه بلل کېږي.

نور خبرونه

رادیو