د ایران د بشري حقونو سازمان خبر ورکړی، چې د دغه هیواد حکومت د سعود میرزایي په نوم یو افغان وګړی د شېراز په عادل اباد زندان کې اعدام کړی دی.
د دغه سازمان په خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړی په «قتل» تورن و.
دغه سازمان د یوې سرچینې په حواله لیکلي: «سعود میرزایي افغان و او له تېرو درېیو کلونو راهیسې د قتل په تور بندي و او پر قصاص محکوم شوی و.»
د نوموړي ترڅنګ یو ایرانی وګړی هم اعدام شوی دی.
د دغه سازمان په وینا، دغه ایرانی وګړی په یوې جلا قضیه کې په قتل تورن و.
د ایران د بشري حقونو نړۍوال سازمان وایي، چې په تېر ۲۰۲۴کال کې ایران ۴۱۹ کسان د قتل په تور اعدام کړي دي.
دغه سازمان تر دې وړاندې هم ویلي و، چې د ۲۰۲۵ کال په مارچ میاشت کې ایران د ۳ افغانانو په ګډون ۵۹ تنه اعدام کړي دي.
ایراني چارواکي د افغان وګړو د اعدامونو رسمي اعلان نه کوي او ډېری افغان بندیان په یاد هېواد کې نه د کورنۍ غړي لري او نه هم قانوني وکیلان، چې د دوی قضیې مخ ته یوسي.
دغه سازمان ټینګار کړی، چې د اعدام شویو رېښتینې شمېرې ښايي له ثبت شویو هغو هم لوړې وي.
د بښنې نړۍوال سازمان په ۲۰۲۴کال کې د اعدام سزا په اړه په خپل کلني راپور کې ویلي، ایران یو ځل بیا د هغو هېوادونو په نوملړ کې لومړی ځای خپل کړی چې تر ټولو ډېر اعدامونه یې ترسره کړي دي.