طالبان سبا په نیمروز او بادغیس کې پر درې تنو د «قصاص» حکم پلی کوي

۸ ساعتونه مخکې

د طالبانو د سترې محکمې ویاند پر اېکس پاڼه لیکلي چې د (وري ۲۲مه) په نیمروز او بادغیس ولایتونو کې پر درې تنو په عام محضر کې د «قصاص» حکم پلی کوي.

طالبانو ځايي اوسېدونکو ته ویلي، چې د نیمروز مرکز زرنج ښار او د بادغېس په مرکز قلعه نو کې دې د «قصاص» نندارې ته ورشي.

یادې ډلې د قصاص کیدونکو کسانو د هویت او پرې د لګول شویو تورونو په تړاو نور معلومات نه دي ورکړي.

څه موده وړاندې طالبانو په پکتیا کې یو کس له دې کبله «قصاص» کړ چې د دغې ډلې یو وسله وال یې په ډزو وژلی و.‌

نیوکې دا دي‌ چې طالبان په خورا ډېرو خپل سرو وژنو کې ښکېل دي، خو د محاکمه کیدو او ورته د سزا ورکول کیدو په برخه کې هېڅ ډول اجرات نه کېږي.

د معلوماتو له مخې په کابل او یو شمېر ولایتونو کې د‌ طالبانو له لوري د وژل شویو کسانو کورنۍ د طالبانو اړونده محکمو ته عارض شوي، څو د قتل په تور ککړو طالبانو ته سزا ورکړل شي خو طالبانو د عام وګړو دغه عریضې نه دي منلي.

باورونه دا دي، چې د قتل په پېښو کې طالبان عامو وګړو ته د «قصاص» سزاوې ورکوي، خو د دوی خپل غړي، چې په دغو جرمونو کې ښکېل دي، له دې او هر ډول نورو سزاوو څخه خوندي دي.

که څه هم طالبان په افغانستان کې د ټولنیز عدالت خبره کوي، خو په دغه ډول څرګندونو یې د خلکو باور کم شوی دی.

د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو له لوري هم په وار وار د طالبانو د «قصاص» سزاوې غندل شوي او د ودریدو غوښتنه یې شوې.

پر دې ډلې نیوکې دي، چې ځینو قوماندانانو یې په یو شمېر ولایتونو کې خپلسرې محکمې جوړې کړي او پرته له کوم قانوني پروسې ان خلک وژني.

طالبان په عام محضر کې د «قصاص» لامل خلکو ته عبرت بولي او باور لري چې په دې سره په ټولنه کې د جرمونو او د دوی د مخالفینو کچه کمیدلی شي.

نور خبرونه

رادیو