په کندهار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ وایي، چې د دغې قوماندانۍ د نشهیي توکو په وړاندې د مبارزې مدیریت په یوه کانټینر کې د پخوانیو وسلو په ډيپو کې د چاودنې له امله یې څلور تنه ټپیان شوي دي.
دغې قوماندانۍ پر اېکس پاڼه لیکلي، چې نن سهار د کندهار امنیه قومندانۍ د نشهیي توکو په وړاندې د مبارزې مدیریت اړوند یوه کانټینر کې زاړه مهمات چاودلي دي.
په دغې لیکنه کې راغلي، د پېښې ځای ته د طالبانو امنیتي ځواکونه او اطفایې رسېدلې دي او د زیاتو چاودېدونکو توکو د چاودنې مخه یې نیولې ده.
خو نن سهار ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي و، چې د کندهار ښار امنیه قوماندانۍ د تصفیې کمېسیون په ودانۍ کې چاودنه شوې.
دغه چاودنه نن سهار شپږ بجې (د وري په ۲۱مه نېټه) شوې ده.
ځايي سرچینو دا هم ویلي و، چې له څو پرله پسې چاودنو وروسته د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي؛ خو د طالبانو د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې بیا په دې تړاو څه نه دي راغلي.
په سیمه کې خبریالانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د چاودنې له سیمې ځیني امبولانسونه تر روغتونونو پورې تللي دي.
کندهار د ملا هبتالله ټاټوبی او د هغه د کار او اوسېدو ځای دی، چې ځینې وخت د طالب مشرانو غونډې له کابله کندهار ته ور بولي.