نارنج ګل مشاعره؛ د انتقادي شعرونو له امله د طالبانو ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رییس منفک شو

۳ ورځې مخکې

په ننګرهار او کابل کې یو شمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل چې د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رییس قاري سجاد خوږیاڼی د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه ځکه لرې کړی شو چې په نارنج ګل مشاعره کې یو شمېر شاعرانو پر طالبانو او ملا هبت الله نیوکې کړې وې.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست یوې سرچینې وویل، وروسته له هغې چې په ننګرهار کې د نارنج ګل مشاعره وشوه، قاري سجاد خوږیاڼی د ننګرهار لپاره د طالبانو د والي دفتر ته وغوښتل شو او هغه وګواښل شو چې ولې یې په مشاعره کې د انتقادي شعرونو مخه نه وه نیولې.

د یادې سرچینې په خبره، که څه هم شعرونه مخکې له مخکې ټاکل شوي او ارزول شوي وو؛ خو مطیع الله تراب او یو شمېر نورو شاعرانو د مشاعرې پر وخت خپل شعرونه بدل کړي وو.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل چې د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ د رییس په اړه نیول شوې پرېکړه د ملا هبت الله د دفتر کار دی.

یاده سرچینه وايي چې د قاري سجاد پر ځای د جهادي ارزښتونو د ریاست پخوانی رییس په دنده ګومارل شوی دی.

له دې وړاندې یو شمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د طالبانو اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په شفاهي ډول ټولو ادارو ته امر کړی، چې تر امرثاني پورې د مشاعرو جوړول وځنډوي.

طالبانو دا پرېکړه د اقتصادي منابعو د ضایع کېدو د مخنيوي او د بیت المال خوندي ساتل بللي دي.

سرچینو د سې شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د طالبانو اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ولایتي ادارو ته په شفاهي ډول امر کړی، چې تر دویم امر پورې مشاعرې وځنډوي.

د سرچینو په وینا، طالبانو دغه پرېکړه په ننګرهار کې د نارنج ګل تر انتقادي مشاعرې وروسته کړې ده.

د دوشنبې په ورځ په پروان ولایت کې د ارغوان ګل په نوم جوړېدونکې مشاعره هم ونه شوه او طالبانو فرهنګي فعالانو او د مشاعرې سمبالوونکو ته ویلي، چې د هوا د خرابتیا له کبله یې مشاعره لغو کړې ده.

نور خبرونه

رادیو