ياکستاني رسنۍ جیونیوز راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د نادرا دفتر او پاسپورټ چارواکو د ارشد خان شناختي کارت او پاسپورټ لغوه کړل.
تر دې څو کاله وړاندې هم نادرا ویلي و، چې ارشدخان افغان دی.
ارشد خان هغه کس دی، چې په ۱۷ کلنۍ کې یې د اسلام اباد په یوه بازار کې د «چای پلورلو» عکس په خواله رسنیو کې خپور شو او له هغه وروسته مشهور شو.
د نادرا او پاسپورټ چارواکي وایي، چې د ارشد خان شناختي کارت او پاسپورټ یې له دوی سره د اسنادو نه شریکولو له امله لغوه کړي دي.
ارشد خان هم د خپل شناختي کارت او پاسپورټ د لغوه کېدو له امله د وکیل عمر اعجاز ګېلاني له لارې د لاهور سترې محکمې ته شکایت کړی دی.
له بل پلوه د لاهور سترې محکمې د ارشد خان د شناختي کارت او پاسپورټ لغوه کېدو په اړه له نادرا او کډوالۍ څانګې راپور غوښتی دی.
تر دې څو کاله وړاندې هم داسې اوازې خپرې شوې، چې ګوندې ارشد خان افغان وګړی دی.
د اسلام اباد په یکشنبې بازار کې چای پلورونکي ارشد خان هغه مهال شهرت ترلاسه کړ؛ کله چې یوه مېرمنه د هغه له نیلي سترګو متاثره شوه او د هغه عکس یې په خواله رسنیو کې خپور کړ.
ارشد هغه مهال په خواله رسنیو کې د خپلو نیلي سترګو او شخصیت له امله شهرت ترلاسه کړ او د همدې شهرت له امله هغه پاکستاني ډرامو او فلمونو ته لاره وموندله.
هغه مهال جیونیوز راپور ورکړی و، چې د نادرا د معلوماتو له مخې ارشد خان د پاکستان شناختي کارت نه لري او هغه افغان دی.
د راپور له مخې، ارشد خان هغه مهال ان د افغان کډوالۍ کارت هم نه لاره او په ناقانونه توګه یې په پاکستان کې ژوند کاوه.
د نادرا چارواکو هغه مهال ویلي و، چې ارشد خان د افغانستان له کندهار ولایت څخه دی او پلار یې باز محمد دوه ځله واده کړی دی.
د جیونیوز د دغه پخواني راپور له مخې، هغه مهال ارشد خان د جعلي اسنادو پر بنسټ د موسی خېل په نوم د پاکستان شناختي کارت او پاسپورټ ترلاسه کړ؛ خو وروسته څرګنده شوه، چې هغه افغان دی.
ارشد خان هغه مهال د افغان تابعیت په اړه راپورونه رد کړي وو او ویلي یې و، چې هغه د پاکستان له مردان څخه دی او پلار یې په سرګودها کې زېږېدلی دی.