ایکسپریس ټریبیون د پاکستان د کډوالۍ ادارې د رسمي اسنادو پر بنسټ راپور ورکړی، چې له دغه هیواد څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو د دویم پړاو له پیله او په تېره یوه اوونۍ کې (د وري له ۱۲ تر ۱۹ ) ۱۱۳۷۱ افغان کډوال په جبري ډول ایستل شوي دي.
دغې پاکستانۍ ورځپاڼې ویلي، چې په دې موده کې د پښتونخوا د لنډي کوتل په سیمه کې د کډوالو د ستنولو پنډغالي ته ۲۲۴۲ کډوال په خپله خوښه د ستنېدو لپاره ورغلي دي.
د راپور له مخې، له دغو کډوالو یې ډیری د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.
په راپور کې راغلي چې په تېره یوه اوونۍ کې نور ۱۴۲۷ افغان کډوال هم د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې نیول شوي او د ایستلو لپاره د تورخم ته لېږدول شوي دي.
د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۷ څخه تر ۲۰۲۵ کال پورې شاوخوا ۴۶۹،۱۵۹ افغان کډوال، چې ۷۰،۴۹۴ کورنۍ وې، د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې پر افغان کډوالو جبر، توقیف او په جبري توګه ستنونه لا هم په شدت سره روانه ده، چې دا چاره د نړیوالو بشري حقونو سازمانو او د کډوالو بنسټونو له خوا د جدي غبرګون سره مخ شوې ده.
د یادولو وړه ده، چې څو ورځې وړاندې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف افغان کډوالو ته په اشارې سره وویل، هر هغه پاکستانی چې د کډوالو د بېرته ستنولو مخالف وي، «زموږ له دښمنانو سره یو ځای دی.»
خواجه اصف زیاته کړه، «کله چې ستاسو په کور کې کوم پناه غوښتونکی ستاسو کور ته زنده باد نه وایي، او ستاسو بېرغ ته سپکاوی کوي او د هغوی خپلوان ستاسو د ساتونکو وینه تویوي؛ باید بېرته خپل وطن ته ستانه شي.»
له بلې خوا طالبانو د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر دې ودروي او هغوی ته دې په خپله خوښه خپل هېواد ته د ستنېدو فرصت ورکړي.