پاکستان پرېکړه کړې چې پر سوداګریزو اړیکو او تعرفو د خبرو لپاره متحده ایالاتو ته یو جګپوړی پلاوی واستوي.
دا پرېکړه د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په لارښوونه په اسلام اباد کې د چهارشنبې په ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې شوې ده.
شهباز شریف ویلي، چې دغه پلاوی به له مشهور سوداګرو او مخکښو صادروونکو جوړ وي.
اسلام اباد دا ګام داسې مهال اخلي، چې واشنګټن تیره اونۍ له پاکستان څخه پر وارداتو د ۲۹ سلنه تعرفې اعلان کړی دی.
د نیوز د رپوټ له مخې، امریکا د پاکستان تر ټولو لوی صادراتي بازار دی، چې کلني صادرات یې شاوخوا ۶ میلیارده ډالر ارزښت لري، چې په عمده توګه د ټوکرانو صنعت دی.
د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اعلان وروسته شهباز شریف یوه ۱۲ کسیزه کمېټه جوړه کړې چې د «ځوابي تعرفو» په اړه کار وکړي.
د لومړیو اټکلونو له مخې، داسې ښکارې چې دغه تعرفې به اسلام اباد ته له۵۰۰ میلیونه ډالرو څخه تر ۷۰۰ میلیونه ډالرو پورې لګښت ولري.
شهباز شریف ویلي، چې «پاکستان له امریکا سره خپلو پخوانیو سوداګریزو اړیکو ته ارزښت ورکوي او غواړي دا ستراتیژیک شراکت نور هم پیاوړې کړي».
امریکا ته د پاکستان د پلاوي د سفر اعلان داسې مهال دی، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سویلي او مرکزي اسیا د چارو مرستیال وزیر اریک میر پاکستان ته سفر کړی او د دغه هېواد له جګپوړو چارواکو او لوی درستیز سره یې کتلي دي.