طالبان: له پاکستان نه خوشې شوي نږدې ۴۰ تنه افغان بندیان هېواد ته راستانه شول

۵ ورځې مخکې

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، له پاکستان څخه خوشې شوي لږ تر لږه ۳۹ تنه افغان بندیان هېواد ته راستانه شول.

د پاکستان حکومت دا مهال د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټګ کړی دی.

د دغه وزارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې (د وري میاشتې په ۱۹مه نېټه) دغه ۳۹ تنه افغان بندیان د پاکستان له بندخونو خوشې شوي او بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د کندهار ولایت د سپین بولدک سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، دغه کسان د پاکستان له بېلابېلو سیمو نیول شوي وو او د پنځو ورځو څخه تر یوې میاشتې پورې په بند کې وو.

که څه هم په خبرپاڼه کې د دغه کډوالو د نیول کېدو لاملپه اړه څه نه دي ویل شوي؛ خو دغه کسان ترډېره د اوسېدو قانوني اسنادو د نشتوالي له امله نیول کېږي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه کسان یې تر نوم لیکنې او بشري مرستو د ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي مېنو ته لېږدولي دي.
د دغه وزارت له‌خوا په یوې بلې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال د ننګرهار ولایت صفري نقطې او لنډمهالي پنډغالي څخه لیدنه وکړه.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان له تېرې یوې نیمې اونۍ راهیسې له دغه هېواده د بې اسناده او (اې سي سي) کارت لرونکو د اېستلو لړۍ پیل کړې ده.
پر اېکس پاڼه په دغې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه پلاوي د کډوالو ستونزې له نږدې ولیدلې او اړوندو مسوولینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې، چې له پاکستان نه د جبري ستنېدونکو کډوالو لپاره اړین خدمتونه وړاندې کړي.

له بل پلوه د پښتونخوا په خیبر کې د کډوالو چارو سرچینو ویلي، چې تېره ورځ ۴۲۳۸ افغان کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه کړل شول.

د سرچینې په خبره، د اپرېل له لومړۍ نیټې راهیسې ۱۵۶۰۹ بې اسناده افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړل شوي.

نور خبرونه

رادیو