د پېښور سترې محکمې د هغو افغانانو د نیولو او شړلو مخه ونیوله چې د (پي او ار) کارتونه لري

۳ ساعتونه مخکې

د پېښور سترې محکمې د بې اسناده افغان کډوالو د اېستلو په روانه لړۍ کې د جون تر وروستۍ نېټې پورې د هغو افغان کډوالو د نیولو او له پاکستان څخه یې د اېستلو مخه ونیوله، چې د (پي او ار) کارتونه لري.

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان راپور ورکړی، دغه پرېکړه په پېښور کې د هغو افغانانو له شکایت وروسته شوې چې د (پي او ار) کارتونه لري.
تر دې وړاندې د پاکستان مرکزي حکومت اعلان کړی و، چې د (پي او ار) کارت لرونکي کسان دې د روان زېږدیز کال (د جون تر ۳۰مې نېټې) له پاکستان ځخه ووځي.
د دغو کډوالو د قضیې د دفاع لپاره وکیل سرور مظفر شاه محکمې ته وویل، چې په بېلابېلو ولسوالیو کې ځایي پولیس د (پي او ار) کارت لرونکي ځوروي او په ناقانونه توګه یې نیسي او له دغه هېواده یې باسي.
د پاکستان حکومت بیا ویلي، چې دوی د روان کال (د جون تر ۳۰مې نېټې پورې) په پاکستان کې د پاتې کېدو حق لري.
د قاضیانو په وینا، د کډوالو د اوسېدو او د مودې تمدیدولو پرېکړه فدرالي حکومت پورې اړه لري او هر هغه پرېکړه چې فدرالي حکومت په دې اړه کوي؛ هغه به پلي شي.
عریضه کوونکي بریالي خان او څو نورو له محکمې غوښتي و، چې د ټولو پي او ار کارت لرونکو ته دې اجازه ورکړل شي؛ تر څو (د جون تر ۳۰مې) پورې د حکومت له‌خوا د ورکړل شوې مودې له پای ته رسېدو وروسته د حکومت له‌خوا د دوی د اېستلو په تړاو د خبرتیا تر خپرېدو پورې په پښتونخوا کې د خپلو کورنیو سره یوځای ژوند ته دوام ورکړي.
د عریضه کوونکو په استازیتوب وکیل سرور مظفر شاه وویل، چې د بې اسناده افغانانو او د (اې سي سي) کارت لرونکو د اېستلو پرمهال د پولیسو له‌خوا د پي او ار کارت لرونکي هم ځورول کېږي او نیول کېږي.
خو له بل پلوه له پاکستان څخه د بې اسناده او (اې سي سي) کارت لرونکو افغانانو د اېسلو لړۍ روانه ده.
د يښتونخوا په خیبر کې د کډوالو چارو سرچینو ویلي، چې تېره ورځ ۴۲۳۸ افغان کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه کړل شول.
د سرچینې په وینا، ۲۸۴۷ بې اسناده کډوال په خپله خوښه لنډی کوتل ته ورغلي او له بېلابېلو ښارونو نیول شوي ۱۳۸۴ بې اسناده کډوال په مستقیمه توګه تورخم ته لېږدول شوي دي.
سرچینې زیاتوي، د هغو کسانو په منځ کې چې د لنډي کوتل پنډغالي ته رسېدلي ۱۲۳۷ کسان یې بې اسناده او ۱۶۱۰ کسانو بیا د اې سي سي کارتونه لاره.
د سرچینې په خبره، د اپرېل له لومړۍ نیټې راهیسې ۱۵۶۰۹ بې اسناده افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړل شوي.
د کډوالو چارو سرچینې وايي، د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر له ۱۷مې څخه د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر ۳۱مې پورې ټولټال ۷۰۴۹۴ افغان کورنۍ چې ټولټال ۴۶۹۱۵۹ کسان کېږي افغانستان ته ستنې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو