د سې شنبې په ورځ له هغه وروسنه چې د عمران خان خویندو ته له هغه سره د لیدو اجازه ورنه کړل شوه؛ د اډیاله زندان بهر له پولیسو سره تر شخړې وروسته پولیسو د ښاغلي خان خویندې او همدارنګه د تحریک انصاف ګوند ځینې کارکوونکي نیولي دي.
د تحریک انصاف مشر وکیل ګوهر علي خان د ښاغلي خان د کورنۍ د غړو نیونه غندلې او دا یې ناقانونه چاره بللې ده.
له زندان څخه بهر رسنیو سره په خبرو کې وکیل ګوهر وویل، چې د سترې محکمې د حکم له مخې دا د ښاغلي خان د خویندو حق دی.
هغه وویل، چې له لارښوونې سره، سره د دوی د لیدنې څخه د انکار پرېکړه د درک وړ نه وه.
د وکیل ګوهر په وینا؛ د ښاغلي خان خویندو ته په تېرو دوو ځلونو کې له خپل ورور سره د لیدو اجازه نه ده ورکړل شوې، چې له امله یې دوی د سې شنبې په ورځ د پرلت اعلان وکړ.
هغه وویل، لکه څنګه چې د بشرا بي بي کورنۍ ته اجازه ورکړل شوې وه، چې له هغې سره وګوري؛ نو د تحریک انصاف د بنسټ اېښودونکي کورنۍ ته هم باید د لیدنې اجازه ورکړل شوې وای.
د یوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي ګوهر ادعا وکړه، چې د تحریک انصاف کارکوونکو د پرلت غوښتنه نه وه کړې؛ بلکې دوی یوازې د تحریک انصاف د بنسټ اېښودونکي خویندو سره د پیوستون څرګندولو لپاره ورغلي وو.
وروسته ښاغلي ګوهر په یوې خبري ناسته کې هم وویل، چې (د مارچ له ۲۰مې) راهیسې د ښاغلي خان کورنۍ ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې له هغه سره وګوري.
له زندان څخه بهر د عمران خان خور علیمه خان پولیسو ته ویلي، چې هغه به تر هغه لاړه نه شي؛ څو چې یې له خپل ورور سره نه وي کتلي.
د پي ټي ای ستر منشي سلمان اکرم راجا وایي، چې دوی غوښتل د ځینو دفترونو مشران له عمران خان سره وګوري؛ خو د زندان ادارې د لیدونکو نومونه بدل کړي.
هغه وویل، چې د غونډې لپاره د شپږو کسانو نوملړ له ادارې سره شریک شوی و؛ خو د زندان ادارې لهخوا وروستي شوي نومونه په نوملړ کې نه وو.
په یوه بیان کې د تحریک انصاف ګوند د مرکزي اطلاعاتو مسوول شیخ وقاص اکرم د لاریون کوونکو په وړاندې د زور کارول او له زندانه بهر د ښاغلي خان د خویندو، د ګوند د کارکوونکو، وکیلانو او خبریالانو نیونه وغندله.
هغه د اسلام اباد د سترې محکمې د حکمونو نه مراعاتولو له امله د زندان په چارواکو نیوکه وکړه او له محکمو یې وغوښتل، چې د دوی د حکمونو پلي کول ډاډمن کړي.