پاکستاني رسنۍ ده نیوز انټرنشنل خبر ورکړی، چې تحریک طالبان پاکستان «ټي ټي پي» ډلې د امریکا جوړ شوي (FGM-148 Javelin) د ټانک ضد لارښود توغندي او پرسونل ضد توغندي ترلاسه کړي دي.
له ټي ټي پي سره د تړلې یوې ډلې «فتن الخوارج» لهخوا خپره شوې ویډیو کې د راپور له مخې د دوی غړي د پرمختللو جیولین توغندیو سره روزنه ښیي.
جیولین د ټانک ضد لارښود توغندی دی. چې د ودانیو، تلخونو او یا چورلکو په نښه کولو کې هم کارول کیدی شي.
دا توغندی له ډزو وروسته په اتومات ډول خپله موخه پیدا کوي او له منځه وړي.
له همدې امله د متحده ایالاتو پوځ د دې توغندي د خورا دقیق لارښود سیسټم په اړه وايي: «ډز پرې وکړئ او د بل څه په اړه فکر مه کوئ.»
ویل کېږي چې د هر یوه جیولین توغندي بیه دوه لکه امریکایي ډالرو څخه ډیره ده.
وروسته له هغه چې طالبانو په ۱۴۰۰ کال د زمري په میاشت کې د افغانستان واک بیا ځلې تر لاسه کړ، د روسیې د دفاع وزارت اعلان وکړ، چې د امریکا له وتلو وروسته تر ۱۰۰ ډېر جیولین توغندي د طالبانو لاس ته لوېدلي دي.
یوه پاکستاني امنیتي چارواکي ده نیوز ورځپاڼې ته ویلي، چې تر اوسه په دغه هېواد کې د جیولین توغندیو د شتون په اړه کره شواهد نشته.
هغه دا هم وویل: «اصلي اندیښنه دا ده چې ترهګر اوس د دې وړتیا لري، چې که وغواړي دا توغندي د پاکستان په هر ځای کې ځای په ځای کړي.»
د هغه په وینا، دا وضعیت په افغانستان کې د طالبانو د ناکامۍ ښکارندویي کوي، چې د امریکايي ځواکونو له خوا پرېښودل شوې وسلې یې خوندي نه شوې کړای.
د پاکستاني چارواکو په وینا، جیولین ته د ټي ټي پي لاسرسي دا اندیښنې راپورته کړې، چې دا توغندي د پاکستاني پوځي پوستو په نښه کولو او پر ډیورنډ کرښه د کټارو د ماتولو لپاره کارول کیدی شي.
د پاکستان امنیتي سرچینو دا هم ویلي، چې د تحریک طالبان پاکستان سره د تړلو ډلو لخوا د دا ډول پرمختللو وسلو درلودل او ممکنه کارول په سیمه کې د ګواښ کچه د پام وړ زیاته کړي.
کارپوهانو خبرداری ورکړی، چې دې ډول توغندیو ته د وسله والو لاسرسی په پاکستان کې تاوتریخوالی زیاتولی شي.
دا راپور وروسته له هغه خپور شو، چې د پاکستان او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو محمد اسحاق ډار او مارکو روبیو په یوه ټیلیفوني اړیکه کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پاتې شویو وسلو په اړه خبرې وکړې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې مارکو روبیو په افغانستان کې د پاتې شویو پوځي تجهیزاتو او وسلو د مسلې د حل پر اړتیا هوکړه وکړه.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستان نه د دغه هېواد د پاتې پوځي تجهیزاتو د ایستلو غوښتنه کړې او پاکستان د دې پرېکړې ملاتړ کړی دی.
پاکستاني چارواکو په وار وار خبرداری ورکړی چې د دغه هېواد مخالف وسله وال په افغانستان کې د امریکا له خوا پاتې شوي تجهیزات کاروي.